• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/05

د کابل ولایت مقام کې د مرکزي زون ولایتونو د مسوولانو ترمنځ د همغږۍ ناسته شوې او په کې پر ښې همغږۍ، باور رامنځته کولو او ګډو امنیتي هڅو ټینګار شوی.

په دې ناسته کې د کابل والي او د هغه مرستيال، د استخباراتو عمومي ریاست چارواکو، د مرکزي زون ولایتونو والیانو، د علماوو شورا استازو او امنیتي چارواکو ګډون کړی و.

د لوی اختر په را رسېدو سره د کابل والي  امین الله عبید وایي، په پلازمېنه کابل کې امنیتي تابیاوې نیول شوې او هېوادوال کولی شي په ډاډمنه امنيتي فضا کې د اختر خوښي ونمانځي.

عبید په دې اړه وايي: « موږ ټولو کابل مېشتو خلکو ته د پوره امنیت ډاډ ورکوو. د اسلامي امارت له راتګ سره یوه ځانګړتیا هم په ټول افغانستان کې سرتاسري امنیت دی. موږ د کابل ولسونو ته پوره اطمینان ورکوو، ځکه چې د ولایت پر سطحه او دغه راز د زون پر سطحه د اختر په را رسېدو سره د امنیت په تړاو ډېر مهم مجلسونه وشول او موږ مطمئن یو چې د کابل خلک به د امنیت تر چتر لاندې اختر ونمانځي.»

د نوموړي په خبره، امنيتي ځواکونو په کابل کې چک پواینټونه او ګرځنده ګزمې زیاتې کړې دي، ترڅو خلک د اختر شپې او ورځې په خوشحالۍ سره تېرې کړي.

د کابل والي زیاتوي: « موږ د پوره امنیت ډاډ ورکوو، هېڅ ستونزه به نه رامنځته کېږي، ځکه چې د اسلامي امارت ځانګړي ځواکونه که امنیتي دي، که کشفي او که دفاعي ټول خپلو مسوولیتونو ته متوجه دي او ولسونو ته یې د ښه اختر زمینه برابره کړې.»

په ورته مهال، د پلازمېنې اوسېدونکي هم له امنیتي بنسټونو غوښتنه کوي چې د اختر پرمهال د امنیت لا تامین لپاره زياتې هڅې وکړي.

د کابل اوسېدونکی سېد حسین وايي:« کله چې دولت د امنیت په ټینګولو کې بریالی شي، خلک هم له دولت سره د تعلق حس پیدا کوي. له همدې امله د ټولو خلکو غوښتنه دا ده چې امنیت ټینګ شي، ترڅو ټول د اختر مېله ونمانځي او ښه اختر ولري.»

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او په هېواد کې د سراسري امنیت ټینګېدو سره سم، ګڼ کورني سیلانیان د اختر او نورو عمومي رخصتیو پر مهال د هېواد له طبیعي ښکلاوو او تاریخي سیمو لیدنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025
امنیت شورا: د داعش فعالیت د نړۍ امنیت ته ګواښ دی او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي
افغانستان

امنیت شوراد افغانستان بشري او سیاسي وضعیت په اړه ناسته کوي

جون 4, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist