اېکانوميک ټايمز هندۍ ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې په ملګروملتونو کې د پاکستان استازی منیراکرم د دې سازمان په امنیت شورا کې د افغانستان سرپرست حکومت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشر ټاکل شوی.
د راپور پر بنسټ، د ۱۹۸۸په نوم پر سرپرست حکومت د بندیزونو د څار په کمېټه کې د منیر اکرم دنده به د جولای میاشتې له لومړيو پیل شي چې د هر ډول پرېکړو عملي کولو ته به د ۵ دایمي او ۱۰ موقتي غړیو مثبته رایه شرط وي.
په راپور کې راغلي، دغه کمېټه د سرپرست حکومت پر چارواکو د سفر بندیزونو، پیسو کنګل کولو او وسلو پلورلو د بندیز عملي کولو مسوولیت لري.
اېکانوميک ټایمز ورځپاڼې لیکلي: « اېکانوميک ټايمز لومړۍ رسنۍ ده چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي له خوا د بندیزونو ۱۹۸۸ کمېټې مشرۍ ته د ټاکل کېدو راپور ورکوي. د ګویانا او روسیې استازي د دې کمېټې مرستیالان دي چې هند له لسیزو راهیسې ورسره د سټراټیژیک شریک په توګه اړیکې لري.»
په راپور کې د پاکستاني استازي له لوري د نوي ډيلي او کابل ترمنځ په ډېپلوماټیکو اړیکو کې د احتمالي ستونزو ایجادولو اندېښنو ته په اشارې راغلي، هند به د خپلو سټراټیژیکو همکارانو له لارې هر ډول ترینګلتیاوو ته جدي پام وکړي.
د سیاسي چارو شنونکي پر نړیواله کچه د پاکستاني چارواکو مخکېني دریځ ته په کتو، په ملګرو ملتونو کې د یادې کمېټې مشرۍ ته د پاکستان استازي ګومارنه له نړۍ سره د سرپرست حکومت د تعامل لپاره ګټوره پرېکړه نه بولي.
د دوی په خبره، د پاکستان حکومت تل د افغانستان په بې ثباتو کې خپلې ګټې لټولې دي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « د افغانستان هر وګړی باید دا خبره له خپلو غوږونو وباسي چې پاکستان به کله هم د افغانستان دوست شي. کله چې یو ماشومان په افغانستان کې نړۍ ته راځي، لومړی یې په غوږ کې آذان وشي او بیا ورته وویل شي چې پاکستان زموږ نه پخلا کېدونکی دوښمن دی. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي په وار وار پر اسلامي امارت بې رحمانه نیوکې کړې. زه فکر کوم یو ګاونډی او مسلمان هم کله هم د بل ګاونډي او مسلمان هېواد په اړه داسې خبرې نه شي کولی.»
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د ملګرو ملتونو سازمان په ټوله کې د زبرځواکونو هېوادونو او په ځانګړې توګه د غربي هېوادونو د لاس آله ده او په دې کې هېڅ شک نه شته؛ خو بیا هم شوراګانې ځانګړي پرېکړه لیکونه لري او کمېټې یې یو مېتود او د دندو لایحه لري. د محدودیتونو کمېټې په سر کې که د پاکستان استازی وي یا د بل هېواد، د اړوند لایحې له پلي کولو پرته بل څه نه شي کولی.»
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال په پیل کې د یوې دوه کلنې دورې لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا موقتي غړیتوب ترلاسه کړی.