هرات کې د لوی اختر په راسېدو سره د څارویو لوړو بیو د دې ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي.
دوی وایي، بې روزګارۍ او کمزوري اقتصادي وضعیت ته په کتو، سږ کال د څارویو بیې لوړې دي او دوی یې د پېرلو وس نه لري.
د هرات اوسېدونکی غیرت وايي: « مالونه ډېر ګران شوي، څوک یې نه شي اخیستلی، معمولي څاروی تر ۱۵ زره افغانیو بیه لري.»
د هرات اوسېدونکی فهیم وايي: « دا پسونه د وچکالۍ له امله ګران شوي، هرات کې هېڅ پنډ او چاغ مال نه پيدا کېږي. دلته اوس له نورو ولایتونو مالونه راځي.»
مالدارن د څارویو د بیو لوړېدو لامل اختر نه بلکې وچکالي او د مالدارۍ کمېدل ګڼي.
دوی سږکال هرات کې د وچکالۍ له امله د څارویو کمښت دی او له نورو ولایتونو هرات ته د څارویو راتګ د بیو لوړوالي اصلي لاملونه ګڼي.
څاروي پلورونکی محمد وايي: « نرخونه د تېر کال په پرتله دوه چنده لوړ شوي. ټول څاروي قېمه شتوي او چاغ مالونه نه پیدا کېږي. دلته څاروي یا له هلمنده راځي یا هم له فاریاب.»
څاروي پلورونکی جانان وايي: « سږ کال مالونه د تېر کال په پرتله په بیه لوړ دي، خو بیا هم خلک راځي او اخلي یې.»
په ورته مهال، د هرات ځایي چارواکي وایي د څارویو بیو کنټرول سربېره یې د ښار پاکوالي په موخه اتو سیمو کې د څارویو لپاره پلور ځایونه ټاکلي.
دوی همداراز له خلکو غوښتنه کوي چې د ښار نظم او پاکوالي په موخه د قربانیو څاروي د هرات دولتي مسلخ کې ذبح کړي.
د هرات ښاروالۍ ویاند ناصر ارمل وايي: « د ښارپاکي او صفايي او د ښاریانو روغتیايي وضعیت په پام کې نیولو سره، په اتو موقعیتونو کې د څارویو د پېر او پلور لپاره ځایونه ټاکل شوي او خلک باید هملته ورشي.»
د هرات د دولتي مسلخ آمر سید نجیب الله هاشمي وايي: « موږ دلته ښه مجرب سلاخان او قصابان او همدارنګه کافي ځای لرو. هرڅومره کسان چې مراجعه وکړي، موږ خدمات ور رسولی شو. دغه کار د دوی د صحت لپاره او د ښار د پاکوالي لپاره هم مهم دی.»
د ښاروالۍ له خوا دا اقدام په داسي حال کې کېږي چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د کانګو ناروغۍ زیاتوالي له امله هم د خلکو ترمنځ اندېښنې زیاتې شوې دي.