• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/05

د افغانستان پر ضد د پاکستاني چارواکو د ادعاوو په دوام، دا ځل د دې هېواد لومړي وزير شهباز شريف تېرې تکراري ادعاوې په متفاوت ډول بيان کړې دي.

نوموړي په خيبرپښتونخوا کې قومي مشرانو ته خبرو کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) ته په اشارې دغه تحریک د هند نيابتي ډله بللې او ادعا يې کړې چې د هند ورته نیابتي ډلې په افغانستان کې دېره دي او د پاکستان پر ضد له هماغه ځايه عمليات کوي.

شهباز شريف که څه هم د وسله ‌والو ډلو پر وړاندې د خپل هېواد د کلک هوډ ډاډ ورکړی، خو دا غوښتنه يې هم کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت دې د پاکستان پر ضد د خپلې خاورې کارېدو مخنيوی وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي: « د پښتنو زړورتیا، زغم او نه ماتېدونکې روحیه د تاریخ یو ویاړلی فصل دی.  پاکستان کلک هوډ لري چې د هند ملاتړې شبکې فتنه ‌الخوارج پر وړاندې مبارزه وکړي.»

خو اسلامي امارت د شهباز شریف دا څرګندونې د دواړو هېوادونو د اړيکو پر زيان بولي او وايي، سرپرست حکومت هېچا ته د نورو پر  ضد د افغانستان خاورې کارولو اجازه نه ورکوي او دغه راز دې اسلام ‌اباد هم په پاکستان کې د امنیت ضد پېښې له افغانستان سره نه غوټه کوي.  

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « دا ډول څرګندونې نه یوازې دا چې اړیکې خرابوي او د بې اعتمادۍ فضا رامنځته کوي، موږ یې په اړه بار بار ویلي او بیا هم وایو چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر خلاف نه کارول کېږي او نه هم افغانستان کې خپلسرې وسله والې ډلې فعالیت لري.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، پاکستان دې خپل داخلي موضوعات خپله حل کړي او د افغانستان پر وړاندې دې خپل سټراټیژیک عمق کې بدلون راولي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د هندوستان او پاکستان ترمنځ انتخاب نه دی کړی؛ بلکې دواړو مملکتونو سره یې اقتصادي، سیاسي او تجارتي اړیکو رغولو ته ادامه ورکړې. له دواړو هېوادونو سره یې د خپلو ډېپلوماټیکو اړیکو زیاتولو ته ادامه ورکړې. اسلامي امارت له هند او پاکستان دواړو سره دوستي غواړي او پر متقابلو اړیکو ولاړ سیاست غوره ګڼي.»

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: « د یوه داسې متوازن او متعادل سیاست غوره کول چې د ټولو طرفونو ګټې په کې خوندي وي او د هېڅ یوه طرف پر ضد نه وي، د افغانستان پر ګټه دي، کنه نو افغانستان به یو ځل بیا د نیابتي ډلو د جګړې محور وګرځي.»

پاکستاني چارواکو تل د خپلې نا امنۍ پېښې له افغانستان سره تړلې دي، خو د کارپوهانو په اند دوی غواړي له دې تکتيک پر ګټې اخیستنې سره په سياسي، اقتصادي او امنيتي برخو کې خپلې کمکارۍ توجيه کړي.

د پوځي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « پاکستان هم ښکه او هم پورته ګڼ شمېر پښتانه ووژل. د پاکستان لومړی وزیر ولې ځان ته دا اجازه ورکوي چې د افغانستان په اړه خبرې وکړي.»

شاوخوا اته ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند هم په خیبر پښتونخوا کې یوې غونډې ته د خبرو پرمهال پر افغانستان ورته تور پورې کړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان خاوره د هند په اشاره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

سرپرست حکومت تل دا ډول څرګندونې بې اساسه ادعاوې بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
امنیت شورا: د داعش فعالیت د نړۍ امنیت ته ګواښ دی او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي
افغانستان

امنیت شوراد افغانستان بشري او سیاسي وضعیت په اړه ناسته کوي

جون 4, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist