کابل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري دوه ورځنۍ ناسته دوام لري. د دې ناستې موخه داد ده چې د چاپېريال ساتنې ملي اداره د چاپېريالي وضعيت اروزنې لپاره له کورنيو او نړيوالو سازمانونو سره پر یوې تګلارې سلا مشورې وکړي.
هغوی چې له تخنيکي پلوه د دې پروسې ملاتړ کوي وايي، د مشورو په پايله کې د ټاکل کېدونکې تګلارې له مخې به د چاپېريالي وضعيت ارزونه په شپږو مياشتو کې د واقعيتونو پر بنسټ بشپړه او د مستند شویو ستونزو د حل لپاره به په کې عملي اقدامات په پام کې ونیول شي.
د رها موسسې رییس محمد یوسف حمیدیان وايي: « په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې وضعیت په اړه ویلی شو چې دا راپور په وروستیو ۱۰ کالو کې لومړنی جامع راپور دی چې ترتیب کېږي. دغه سند کولی شي په راتلونکو کالو کې د افغانستان د اقلیمي او چاپېریالي پلان جوړونې لپاره یو ستراتیژیک لارښود اوسي.»
د رها موسسې مرستیال عزتالله صدیقي وايي: « موږ د دې راپور لپاره له ۳ تر ۵ زرو سروېګانې لرو چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې به ترسره کېږي. همدارنګه له ۷۰ تر ۹۰ پورې تخصصي مرکې هم لرو چې له متخصصینو، مسوولینو او شریکانو سره به کېږي.»
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکي يوازې اقلیمي بدلون نه بلکې لسيزې جګړې هم هغه لوی لامل ګڼي چې له امله یې افغانستان زيانمن شوی او ټينګار کوي چې له همدې کبله بايد د چاپېريالي ارزونو چمتو کېدونکی راپور هم پر واقعيتونو بنا وي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیعالحق خالص وايي: « که د افغانستان د چاپېریال ارزونه وکړو، له دې سره نن سبا نړۍ کې تقریبا ً ټول هېوادونه د چاپېریالي ککړتیا له ستونزو سره مخ دي، خو افغانستان ولې تر نورو ډېر له مشکلاتو سره لاس په ګرېوان دی؛ د دې لامل دی چې له یوې خوا افغانستان کې څلور لسیزې نا امني تېره شوې او ورسره د افغانستان په مختلفو ځایونو کې چې کوم نور نهادونه دي، باید په دې برخه کې پوره همکاري وکړي، ترڅو وکولی شو نړۍ ته د افغانستان د چاپېریال واقعي انځور وړاندې او په خپلو راتلونکو پلانونو کې یې په پام کې ونیسو.»
نوموړی همدا راز له نړیوالو غواړي چې عام افغانان د سياسي مسايلو قرباني نه کړي بلکې برعکس دې يې د ستونزو په حل کې واقعي همکاري وکړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس وايي: « د افغانستان ملت بدلېږي نه، که دلته د هرچا واکمني او د هر زبرځواک یرغل و، د افغانستان ملت همداسې پاتې شوی. نړۍ باید له دې خلکو سره خپل سیاستونه تر نظامونو پورې ونه تړي. دا څنګه کېدای شي چې همدې خلکو لپاره پرون له ۱۰۰ تر ۸۰۰ میلیونو ډالرو پروژې عملي کېدې، خو نن نه شي عملي کېدای؟ دا هماغه خلک دي، هېڅ نه دي بدل شوي.»
له دې وړاندې د چاپېریالي وضعیت ارزونې په موخه درې راپورنه وړاندې شول چې لومړی هغه یې په ۲۰۰۳ کال، دویم یې په ۲۰۰۸ او درېیم هغه یې په ۲۰۱۳ کال کې وړاندې شوي.
په دغو راپورونو کې د چاپېریالي وضعیت د ارزوني لپاره د عملي اقداماتو په برخه کې نړیوالو سازمانونو او مرستندویه موسسو ته وړاندیزونه شوي دي.