د هه نګاو په نوم د ایران د بشري حقونو يوه سازمان راپور ورکړی چې تېره مې مياشت کې د ایران حکومت شاوخوا ۱۶۳ تنه زندانیان اعدام کړي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۷ تنه او یا هم ۱۴۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
یاد سازمان په خپل راپور کې دا هم ویلي چې تېره مياشت په اعدام شویو کسانو کې ۷ تنه افغانان هم شامل دي.
د راپور یوه برخه: « د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په مې میاشت کې د ایران په زندانونو کې پر ۱۶۳ زندانیانو د اعدام حکم پلی شوی چې له ډلې یې ۷ تنه د افغانستان وګړي دي.»
وموغوښتل په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت او سترې محکمې نظر واخلو، خو مسوولینو يې زموږ مکررو اړیکو ته ځواب را نه کړ.
له دې وړاندې سرپرست حکومت له ګاونډيو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو د اعدامولو لړۍ ودروي او له افغان کډوالو سره د کډوالۍ نړيوالو اصولو له مخې چلن وکړي.
د سیاسي چارو شنونکي پر دې باور دي چې دغه اعدامونه کولی شي د افغانستان او ایران ترمنځ سیاسي او ډېپلوماټکې اړیکې خړې پړې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دغه کار د سیاسي اړیکو د خرابېدو او د افغان ملت د نفرت سبب کېږي. همدارنګه په سیاسي لحاظ په ډېپلوماټیکو اړیکو هم اغېز لري او د افغانستان او ایران ترمنځ شته ښې اړیکې به خړې کړي. اوس ورځ تر بلې افغانستان کې مسوول او قانوني دولتونه حاکمیت پیدا کوي او ښايي له ایران د دې کار پوښتنه وکړي.»
د شنونکو په باور، د دوو دولتونو ترمنځ باید د بندیانو د تبادیلې پروټوکول موجود وي، ترڅو په خبره يې نورو هېوادونو کې په جرم د ارتکاب په صورت کې په خپل اصلي هېواد کې محاکمه شي.
د شنونکو په خبره، ایران تل د نړیوالو قوانینو خلاف له افغانانو سره ناوړه چلن کړی.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « په کار دا ده، که چېرې افغانان په ایران کې جرم کوي، یا که په بل هر هېواد کې څوک جرم کوي، باید خپل هېواد ته وسپارل شي او د خپل هېواد په محکمه کې محاکمه شي. ایران د نړیوالو قوانینو خلاف تل افغانان وژني او ځوروي یې.»
د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « دا به ډېره ښه خبره وای چې په بهر کې افغان مجرمین افغانستان ته سپارل کېدای او دلته یې جزاء لیدلی. مګر دا هغه وخت کېږي چې د دولتونو ترمنځ د مجرمانو د راکړه ورکړې او انتقال قرارداد او پروټوکول موجود وي.»
ایران او افغانستان په خپلو کې د بندیانو تبادلې په اړه هوکړه لري، خو ایران په وروستیو کلونو کې د نړۍ پرکچه تر ټولو زیات اعدامونه کړي چې د راپورونو له مخې، د هوکړې خلاف په کې افغان وګړي هم شامل دي.