د هېواد سوېل کې پراته فراه ولایت والي غوث الدین رهبر پرون د یوه لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ د دوه ورځني سفر لپاره د ماهیرود پولې له لارې د ایران جنوبي خراسان ولایت ته تللی.
غوثالدین رهبر په دې سفر کې د ایران جنوبي خراسان له یو شمېر چارواکو سره لیدلي او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې کړې.
د ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د جنوبي خراسان والي محمد رضا هاشمي له افغان پلاوي سره په لیدنه کې د ماهیرود ګډې پولې پر اقتصادي اهمیت خبرې کړې او ویلي یې دي چې افغانستان کولی شي له دې لارې د نړۍ له بازارونو سره وصل شي.
د ایران د جنوبي خراسان والي محمد رضا هاشمي ویلي: « ماهیرود د اقتصادي اړیکو پراختیا، د صادراتو زیاتولو او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره مناسب فرصت دی. افغانستان کولی شي سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د ایران د جنوبي خراسان لاسرسی اسانه کړي. دغه ګډه پوله د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهمه ونډه لري او په دې برخه کې په ولایتي او ملي کچه د همکاریو دوام یوه مهمه اړتیا ده.»
د فراه والي د دې سفر هدف د دوستۍ اړیکو نوي کول، د ځینو اقتصادي مسایلو او ننګونو څېړل او له ګاونډي هېواد سره د بېلابېلو غونډو د ترسره کېدو لپاره د ژمنتیا ښودل یاد کړي.
په همدې حال کې، اقتصاد وزارت هم دغه لاره د اقتصادي پراختیا لپاره مهمه بولي او له ګاونډیانو سره د اړیکو د زیاتولو لپاره د هڅو خبر ورکوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وايي: « ماهیرود پوله د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پرختیا او پراخو تجارتي مبادلاتو په برخه کې مهم رول لوبوي. اسلامي امارت هڅه کوي له ګاونډیو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي، ترڅو تجارتي، ټرانزیټي او اقتصادي پراختیا رامنځته شي.»
د اقتصادي چارو شنونکي هم دغه ليدنه ګټوره بولي او ټينګار کوي، هر څومره چې د صادراتو او وارداتو لپاره بديلي لارې وي، په هماغه اندازه د سوداګرۍ زيانمنېدو مخنيوی کېږي.
د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « هرڅومره چې بدیلې لارې ډېرې وي، زموږ د هېواد پر ګټه دي او زموږ سوداګر به له هغو خطرونو ژغورلي وي چې ډېر کله ورسره مخامخ کېږي. دوی کولی شي د لارو بندېدلو پرمهال بدیلې لارې خپلې کړي.»
افغانستان او ایران له ۹۰۰ کیلومټره زیاته ګډه پوله او څو رسمي لویې لارې لري. د دې لویو لارو له ډلې یوه هم د ایران جنوبي خراسان او فراه ولایت نښلوونکې پوله، ماهیرود دی.
د ماهیرود–فراه پوله د دواړو هېوادونو د صادراتو او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره ډېر ارزښت لري، خو د اړینو زیربناوو نه شتوالی او ګمرکي ستونزې هغه څه دي چې له دې فرصته ګټه اخیستل یې محدود کړي دي.