د روسیې بهرنیو چارو وزیر درې ورځې وړاندې د یوراشیا نړیوال سیاسي کنفرانس ته په خبرو کې افغانستان ته په احتمالي توګه د ناټو د بیاځلې راتګ خبرداری ورکړی.
سرګي لاوروف په خپلو خبرو کې له افغانستانه د ناټو خروج ته اشاره کړې او دغه خروج یې له شرمه ډک شاتګ بللی.
نوموړي ویلي، ناټو )د شمالي اتلانتیک تړون سازمان( افغانستان ته د بیاځل ورتګ لپاره د نویو لارو چارو په لټه کې دی.
لاوروف په دې اړه ویلي: « بل پلو د نړۍ په جنوبي برخه کې له افغانستانه د ناټو له شرمه ډک خروج څلور کاله وروسته وینو چې ناټو یو ځل بیا دې هېواد ته د ورتللو لپاره د نویو لارو چارو او پلمو په لټه کې ده.»
هغه دغه راز ویلي، ناټو سازمان په منځنۍ آسیا کې د روسيې پر متحدو هېوادونو فشار راوړي چې په خبره یې د روسیې او ناټو ترمنځ یو وټاکي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکي د لاوروف دغه څرګندونې له واقعیته لرې ګڼي او وايي، له افغانستانه د ناټو او امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ښايي هېڅ زبرځواک له پوځي لارې افغانستان ته د راتلو هڅه ونه کړي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « په ټوله کې بېرته افغانستان ته د ناټو راتګ له هېڅ وجهې بیا امکان نه لري. په ۲۰۰۱ کال د سیمې او نړۍ شرایطو توپير درلود، ګاونډیو هېوادونو تفاهم درلود، د افغانانو ذهنیت هم برابرو، د شرایطو هم همدا تقاضا وه، روسیې، چین او نورو هېوادونو هم تفاهم درلود؛ د شلو کالو په تېرېدو سره شرایط فرق کوي، د افغانانو او سیمې ذهنیتونه هم فرق کوي.»
ځینې نور بیا که څه هم په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د ناټو راستنېدل له واقعیته لرې ګڼي، خو دغه احتمال د امریکا او روسیې تاریخي رقابت ته په کتو نا ممکن هم نه ګڼي.
دوی د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرله پسې څرګندونې په دې برخه د خطر زنګ بولي.
د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « په نړیوال سیاسي او پوځي رقابت کې دا خبره له امکان لرې نه ده چې ناټو او امریکا له هغو امکاناتو په استفاده چې په لاس کې یې لري، په سیمه کې حالات داسې بدل کړي چې نړیوالو او خپلو اتباعو ته قناعت ورکړي چې افغانستان ته د دوی راستنېدل ضرور دي. داسې یوه بهانه لکه په ۲۰۰۱ کال کې یې چې وړاندې کړه. په هر حال، د ښاغلي لاوروف څرګندونې ځکه پر ځای دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم وخت نا وخت دا څرګندونې کوي چې دوی به هڅه وکړي په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه چې د ټرمپ په قول اوس د چین په لاس کې ده، بېرته ترلاسه کړي.»
هڅه مو وکړه د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د څرګندونو په تړاو د بهرنیو چارو وزارت نظر ولرو، خو مسوولانو يې ځواب را نه کړ.
روسیې افغانستان ته د نږدې هېواد په توګه له دې وړاندې هم په ځلونو په افغانستان کې د ناټو حضور د ځان لپاره د ګواښ نښه بللې او په دې برخه کې يې شدید حساسیت ښودلی.