• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د صنعت په څلورم نندارتون کې د شرکتونو ترمنځ د ۷ میلیونو ډالرو په ارزښت قراردادونه شوي

د صنعت په څلورم نندارتون کې د شرکتونو ترمنځ د ۷ میلیونو ډالرو په ارزښت قراردادونه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/02

د صنعت اوونۍ په مناسبت پرانيستل شوی شپږ ورځنی نندارتون پای ته ورسېد. د تنظيموونکو د مالوماتو له مخې، له دې نندارتون د ۵ زره بهرنيو سيلانيانو په ګډون، شاوخوا ۵۰۰ زرو تنو لیدنه کړې او دا د صنعت سکټور لپاره د پام وړ لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

دوی دغه راز د نندارتونو پرمهال د شرکتونو ترمنځ د ۷ ميليونو ډالرو په ارزښت د قراردادونو او ميليونونه ډالرو پر ارزښت د توکو پلورلو خبر هم ورکوي.

د کانونو او صنایعو خونې رییس شېر باز کمین زاده وايي: « دلته تقریبا ً د ۷ میلیونو ډالرو په ارزښت تړونونه وشول او هرې غرفې کافي اندازه فروشات هم لرل او ښايي تر یو میلیون ډالرو ارزښت ولري.» 

د صنعت اوونۍ څلورم نندارتون د لومړي ځل لپاره د ښځينه متشبثو له حضور پرته ترسره شو، هغه څه چې د کانونو او صنایعو خونه يې لامل د اضافي غرفو لپاره د ځای نه شتوالی يادوي.

چارواکي بيا د صنعت د ودې او د صنعتکارانو د ملاتړ ډاډ ورکوي او په خبره یې، نور بهر مېشتي افغان پانګوال دې هم په افغانستان کې دننه پانګونه وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معين زاهدالله احمدزی وايي: « همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت له لوري پانګوالو ته فرصتونه او سهولتونه برابر شوي، ستونزې ی اورېدل شوې او د هواري په موخه یې ځینې ګامونه هم پورته شوي دي. موږ په دې باور یو چې په دې تړاو به نور لازم ګامونه هم پورته شي.»

د کانونو او صنایعو خونې رییس شېر باز کمین زاده وايي: «  د دې دلیل دا و چې زموږ خویندې معمولا ً د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي، خو له بده بخته په نندارتون کې مو کافي ځای نه درلود. موږ چې کله د دې لپاره اعلانات وکړل، ټول داخلي شرکتونه راغلل او غرفې یې ونیولې.»

صنعتکاران که څه هم د نندارتون له پايلو خوښ دي، خو له سرپرست حکومت غواړي چې په نړيوالو مارکېټونو کې يې توکو ته د بازار موندنې له لارې ملاتړ وکړي.

صنعتکار نېک محمد وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې دغه شان نندارتونونه په بېلابېلو ولایتونو کې جوړ شي او دغه راز دې په سرحدي سیمو او بندرونو کې له ګاونډیانو سره ګډ بازارونه جوړ شي؛ ترڅو د هېواد ترڅنګ، هلته هم دغه داخلي تولیدات وپلورل شي.»

صنعتکار صبور کړوخېل وايي: « له هېوادوالو تمه لرو چې د خپل وطن له تولیداتو او محصولاتو ګټه واخلي، ترڅو پانګوال او پانګوالي نوره هم پرمختګ وکړي.»

په دې نندارتون کې د بېلابېلو سکټورونو کورني توليدات او محصولات لکه خوراکي توکي، لاسي صنايع، غالۍ، برېښنايي وسايل، ساختماني مواد او د کور لوازم نندارې ته وړاندې شوي وو.

 له دې مخکې چارواکو له سوداګرو او پانګوالو غوښتي و چې په افغانستان کې له پانګونې سره د هېواد پرځان بسیاينې کې ونډه واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي
افغانستان

ایران د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ تنه اعدام کړي

جون 3, 2025
د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي
افغانستان

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

جون 3, 2025
روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني
افغانستان

روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

جون 3, 2025
یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي
افغانستان

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

جون 3, 2025
هاشمي: افغانستان کولی شي سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د ایران ختیځو ولایتونو لاسرسی اسانه کړي 
افغانستان

هاشمي: افغانستان کولی شي سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د ایران ختیځو ولایتونو لاسرسی اسانه کړي 

جون 2, 2025
ملګري ملتونه: تېرو ۲ میاشتو کې له ايران او پاکستان نیم میلیون افغانان په زور ایستل شوي
افغانستان

ملګري ملتونه: تېرو ۲ میاشتو کې له ايران او پاکستان نیم میلیون افغانان په زور ایستل شوي

جون 2, 2025

وروستي خبرونه

ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي

ایران د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ تنه اعدام کړي

جون 3, 2025
د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

جون 3, 2025
هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

جون 3, 2025
روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

جون 3, 2025
یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

جون 3, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist