له سياسي مسايلو هاخوا، نړيوال څېړنیز او اکاډميک مرکزونه وخت ناوخت نيوکه کوي چې په افغانستان کې د لږکيو پر وړاندې توپیري چلن کېږي.
تازه د سویډن د رانول والنبرګ په نوم د بشري حقونو او بشري قوانينو انسټیټيوټ د يوې ترسره کړې څېړنې د پايلو په خپرولو سره ادعا کړې چې په افغانستان کې لږکي(اقلیتونه) له توپيري چلن سره مخ دي.
د ياد انسټیټيوټ د ادعا له مخې، واک ته سرپرست حکومت له رسېدو سره په عامه ژوند کې د جنسیتي، قومي، ژبني، مذهبي او فکري اړخونو له مخې د لږکيو حاشیې ته کول زيات شوي او پر همدې اساس، يادو قشرونو ته د حکومت پاملرنه هم کمه شوې ده.
رانول والنبرګ انسټیټیوټ ویلي: « د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ټول شمولیت ستونزې لا پراخې شوې دي؛ په ځانګړي ډول په سیاسي مشارکت ونډه لرلو او خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې. هلته د جنسیت، قوم، ژبې، مذهبي او فکري اړخونو له مخې د لږکيو حاشيې ته کول زيات شوي دي.»
دغه انسټیټیوټ زیاتوي چې په افغانستان کې د ولسواکۍ اصولو ته د پاملرنې کچه تر بل هر وخت کمه شوې او ټنیګار کوي چې خلک باید د ولسواکۍ اساساتو له مخې په حکومتولۍ کې ونډه ولري.
رانول والنبرګ انسټیټیوټ په دې اړه ویلي: « په افغانستان کې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره مذهبی لږکي او مېرمنې له اساسي حقونو بې برخې شوې دي. ټینګار پر دې کېږي چې خلک باید د ولسواکۍ نظام له مخې په حکومتولی کې ونډه ولري.»
که څه هم حکومت د رانول والنبرګ انسټیټیوټ د دې ادعا په اړه څه نه وايي، خو وړاندې يې په افغانستان کې د هر ډول تبعیض په ردولو سره د ټولو اقشارو د حقونو د خونديتوب ډاډ ورکړی.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي د تعليم او تحصيل په برخه کې د ياد انسټیټيوټ د څېړنو له ځينو موندنو سره موافق دي، خو د لږکيو پر وړاندې د توپير چلن په اړه ادعا يې له مبالغې خالي نه ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « ښه خبره خو دا ده چې که کوم انسټیټیوټ په دې برخه کې څېړنه کوي، باید له نړیوالو قوانینو سره سم د حقیقت پر بنسټ وي. زه ویلی شم چې ریښتیا هم دا یو تریخ حقیقت دی په افغانستان کې په ځانګړې توګه د نجونو لوړې زده کړې بندې دي، د ښځو لپاره د کار کولو ډېر چانس نه شته، مګر دا چې وايي لږکي ځورول کېږي یا د دوی بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي، دا خبره له مبالغې ډکه ده.»
د سیاسي چارو شنونکی عزيز معارج وايي: « لومړی خو په ټولیزه توګه موږ ویلی شو چې سمه ده د ښځو کار ته نه پرېښودل یا د نجونو پر زده کړو بندیز دا له حق د دوی محرومیت دی، ټولنه نړۍ او افغانان په دې پوهېږي چې ستونزه شته او باید طالبان یې هواره کړي؛ مګر دا چې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه راځي او د خپلو څېړنو له مخې خبرې کوي یا غږ پورته کوي، دوی په خپل ذات کې حقیقت نه وايي؛ ځکه دوی کله هم افغانستان ته نه ځي او د کلیو بانډو له خلکو سره یې خبرې نه دي کړې. اوس د تعصب مسله له منځه تللې او د عدالت پلي کول د افغانستان د تېرو نظامونو په پرتله ښه رعایت کېږي او ټول په دې پوهېږي چې هرچاته خپل حق او حقوق ورکول کېږي.»
له دې وړاندې ملګرو ملتونو هم د اقشارو ترمنځ له توپير پرته په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت د اندېښنې وړ بللی، خو سرپرست حکومت برعکس د ياد سازمان او نورو نړيوالو بنسټونو اندېښنې رد کړې او د شريعت په چوکاټ کې يې په برابره توګه د ټولو افغانانو د حقونو د ورکړ ې ډاډ ورکړی.