نېږدې دوه کاله کېږي چې اسرایيلي ځواکونو د غزې پر ولس خونړي بریدونه پیل کړي او لاهم دوام لري.
په دې شاوخوا دوه کلنه جګړه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر۵۴ زره زیات فلسطیني وګړي شهیدان شوي او تر ۱۲۰ زرو زیات ژوبل شوي دي.
له نورو ولایتونو سربېره پلازمېنه کابل کې هم زرګونه کسانو د یوه لاریون په لړ کې پر بې دفاع فلسطینیانو د اسراییلي رژیم بریدونه وغندل او د فلسطین له خلکو یې ملاتړ اعلان کړ.
لاریون کوونکي پر غزې د اسراییلي ځواکونو دوامداره بریدونه او بمبارۍ د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل بولي او ژر تر ژره یې د بندېدو غوښتنه کوي.
یو تن لاریون کوونکی وايي: « موږ له نړۍ دا غوښتنه کوو چې د یهودو دې ظلم ته باید د پای ټکی کېږي. په مسلمانانو ظلم روان دی او کوچني ماشومان قتل کېږي. د فلسطین خلک محاصره دي، درمل، اوبه او خوراکي توکي نه ورپرېښودل کېږي. جوړ شوي سازمانونه باید خپله دنده ترسره کړي.»
یوتن بل لاریون کوونکی وايي: « د یوه مظلم ملت پر وړاندې د روان ظلم، وحشت او بربریت د مخنیوي لپاره، غوښتنه کوو چې دغه ظلم پای ته ورسېږي او مخه یې ونیول شي. په نړۍ او په ځانګړې توګه د بشري حقونو پر ملاتړو ادارو غږ کوو چې نور د دې ظلم او ستم مخه ونیسي.»
په ورته مهال، یو شمېر نور لاریون کوونکي د ملګرو ملتونو په شمول په نورو سازمانونو او د بشر حقونو پر ملاتړو نیوکې کوي چې غزه کې په روان ظلم يي سترګې پټې کړې او د هغوی غږ نه اوري.
د عبدالرحمن جامع جومات ملا امام وايي: « که څه هم تاسو خپلې ښځې د هغوی په مقابل کې بې ستره او بې حجابه کړې، خو د قرآن د دې آیت پیغام باید په غوږ کې ونیسئ چې دا کافران له موږ او تاسو نه راضي کېږي.»
بله خوا د اسلامې امارت رییس الوزرا ملامحمد حسن اخوند هم په غزه کې روان ناورین غندلی او په دې اړه يې د نړۍ چوپتیا دردونکې بللې.
نوموړي پر ټولو هېوادونو غږ کړي چې غزه کې د اسراییلو د بریدونو مخه ونیسي.
اخوند زیاته کړې: « موږ یوځل بیا په غزه باندې د اسراییلو بریدونه او نسل وژنه په کلکو ټکو غندو او په ټولو هېوادونو غږ کوو چې د دې ناورین د پای ته رسیدو لپاره هر څه عاجل مثبت اقدامات وکړي او هلته روان ظلمونه او وحشتونه پای ته ورسوي.»
په پلازمينه کابل کې لاريون کوونکو د فلسطین د خلکو پر ملاتړ غږ اوچتول د ټولو مسوولیت وګاڼه او په دې اړه یې د نړیوالو چوپتیا غیر عادلانه عمل وباله.