د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل او په دې برخه کې د نويو پرمختګونو په اړه د نړۍ او سيمې هېوادونه بېلابېلې څرګندونې لري.
یو شمېر هېوادونه پر دغې کړنلارې نیوکې کوي، خو ځینې نور بیا له سرپرست حکومت سره د تعاملاتو دورازې پرانیستلو ته لېوالتيا لري.
تازه د (ایراف) په نوم یوې رسنۍ په خپل خپاره کړي مطلب کې د روسیې د امنیت شورا منشي، سرګي شویګو له قوله لیکلي، نوموړي د شانګهای د همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو د امنیت شورا د ناستې په لړ کې چې په مسکو کې ترسره شوه ویلي، د سرپرست حکومت د فعالیتونو د بندیزځنډول، له افغانستان سره د لا زیاتو مشارکتونو زمینه برابروي.
ایراف رسنۍ لیکلي: « د اسلامي امارت د فعالیتونو د بندیز ځنډول، له کابل سره د لا زیاتو مشارکتونو زمینه برابروي. دا به د روسیې او افغانستان د خلکو پر ګټه وي. د روسیې د امنیت شورا منشي، دغه پرېکړه د روسیې او افغانستان د دوه اړخیزو ګټو لپاره یو مثبت ګام بولي.»
د سیاسیي چارو یو شمېر شنونکي بیا د روسیې امنیت شورا منشي سرګي شویګو وروستۍ څرګندونې چې په کې د اسلامي امارت د فعالیتونو او بندیزونو ځنډول یې دواړو هېوادونو پر ګټه بللي؛ نېګ ګام بولي او ټنیګار کوي چې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید له سرپرست حکومت سره لا ښه تعامل ته را وړاندې شي.
د نړیوالو چارو شنونکی مرتضی مطهري وايي: « که بندیزونه لرې شي، نو ښکاره خبره ده چې دا هم د افغانستان د خلکو او حکومت پر ګټه دي او هم د روسیې او د دې هېواد د دولت پر ګټه. د محدودیتونو په لرې کېدو سره اړیکې او تعاملات ډېرېږي. افغانستان دا مهال د سیمې هېوادونو او په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو تعامل ته اړتیا لري.»
د سیاسي چارو شنونکی محمد هاشم الکوزی وايي: « له اسلامي نظام سره تعامل، ارتباط، رسمیت پېژندل او له اسلامي امارت بندیزونه لرې کول یا ځنډول نېک اقدام دی. نه یوازې روسیه بې ټولو هېوادونو ته که دا شرقي دي یا غربي بله لاره نه شته، مګر دا چې له اسلامي نظام سره تعامل وکړي او پر مشرانو یې بندیزونه لرې کړي.»
ځینې نور بیا په دې ټینګار کوي چې سرپرست حکومت دې د سيمې او نړۍ هېوادونو پر وړاندې له داسې سياست کار واخلي چې بې طرفه، جامع او اقتصاد محوره وي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « اوسنی حکومت باید دغو حساسو مواردو ته په کتو خپله پالیسي عیاره کړي. موږ باید له کوم قطب یا ځواک سره ونه تړل شو، بلکې یوازې باید پر هغې پالیسۍ عمل وکړو چې اقتصاد محوره او بې طرفه ده. موږ باید روسانو، امریکایانو او انګرېزانو ته قناعت ورکړو، که نه د افغانستان وضعیت به بیاهم د ۸۰ یمې لسیزې په شان له ستونزو سره مل وي.»
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د روسیې دفاع وزیر د ګډو امنیتي همکاریو سازمان په یوې ناسته کې ویلي چې ګواکي له افغانستانه سیمې ته ګواښ موجود دی.
دا هغه ادعاوې دي چې د سرپرست حکومت له خوا وار له مخه بې اساسه بلل شوې او په افغانستان کې یې د وسله والو ډلو موجودیت په کلکه رد کړی دی.