• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو

کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/29

عبدالرحمان له کلونو راهیسې په کرنې بوخت دی او خپلې کروندې لري. نوموړوی په خپلو ځمکو کې د غنمو ترڅنګ کورښې(لوبیا)، نخود او نور حبوبات کري.

 پیاز، کچالو او روميان یې د کروندې بله برخه جوړوي چې سږ کال یې کرلي دي.

عبدالرحمان غوښتنه کوي چې د کرنې په مکانیزه کولو، اصلاحي تخمونو او نور کرنیزو برخو کې ورسره مرسته وشي.

کروندګر عبدالرحمان وايي: « موږ دلته خپله کرونده کې نخود، لوبیا، جوار، مشنګ، غنم، لمرګلی، مۍ او ځینې نور شیان کرلي دي. همدارنګه د ترکاري په حساب مو پیاز او کچالو کرلي.»

یوبل کروندګر رجب علي وايي: « دلته غنم، کچالو، وربشې، جوار، لوبیا، نخود، لمرګلی او پیاز مې کرلي دي.»

بله خوا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کروندې ورځې نمانځلو په موخه غونډه جوړه شوې.

 په دې  غونډه کې چاراوکي له بزګرانو سره د هر ډول تخنیکي او مسلکي مرستو ډاډ ورکوي.

د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو رییس نصرت الله طلحه وايي: « ټول دهقانانو او ځمک لرونکو ته ډاډ ورکوو که د چا ضرورت وي له موږ سره ې رابطه وکړي، موږ په اکثره فارمونو کې د خاورې څېړنې لابراتوارونه لرو او کولی شو په ډېره اسانۍ سره دوی ته ټول مالومات ورکړو. همدارنګه موږ نقشې او کتابونه لرو او که څوک یې مطالعه کړي، د اکثریت ولسوالیو مالومات په کې پراته دي.»

د دې وزارت ځينې نور چارواکي وايي، جدي هڅې یې پیل کړې دي چې افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسوي او په خبره يې په یادو برخو کې ځان بسیاینې ته د رسیدو لپاره مهمه ده چې کرنه مکانيزه شي.

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ معین صدراعظم عثماني وايي: « هڅه دا ده چې په هره برخه کې  که دا څېړنې دي، که ترویج دی او که مالداري؛ له دې سربېره نورو برخو کې هم کار روان دی چې دومره کوشش وشي چې موږ خودکفايي ته ورسېږو.»

افغانستان زراعتي هېواد دی چې اکثریت وګړي یې پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي.

د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي که کرنې او مالدارۍ ته جدي پاملرنه وشي نو د افغانانو اقتصاد به هم پر پښو ودرېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو
افغانستان

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

مې 29, 2025
له ایرانه څه باندې ۳ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول
افغانستان

ملګري ملتونه: نورو هېوادونو ته د تګ په تمه پاکستان کې دېره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

مې 29, 2025
ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

مې 29, 2025
ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي
افغانستان

ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي

مې 29, 2025
د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده
افغانستان

د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

مې 29, 2025
ملګري ملتونه: نړۍ کې څه باندې ۸۰ میلیونه تنه بېځایه شوي چې ډېره برخه یې افغانان دي
افغانستان

ملګري ملتونه: نړۍ کې څه باندې ۸۰ میلیونه تنه بېځایه شوي چې ډېره برخه یې افغانان دي

مې 28, 2025

وروستي خبرونه

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

مې 29, 2025
له ایرانه څه باندې ۳ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول

ملګري ملتونه: نورو هېوادونو ته د تګ په تمه پاکستان کې دېره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

مې 29, 2025
ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

مې 29, 2025
ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي

ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي

مې 29, 2025
کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو

کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو

مې 29, 2025
د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

مې 29, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist