د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دې وزارت مرستیال په کابل کې د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په افغانستان کې د ټیکاو او دوامداره پرمختګ پر ملاتړ خبرې کړې.
خبرپاڼه کاږي، يادو اړخونو د قزاقستان، یوناما او له جرمونو او نشه يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې(یو.اېن.او.ډي.سي) ترمنځ د همکاریو په اړه هم خبرې شوې، ترڅو د افغانستان ټيکاو او دوامدار پرمختګ د روغتیا، پوهنې، بنسټیزو چارو او کاري فرصتونو په برخو کې د ملاتړ له لارې پیاوړی شي.
د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت ویلي: « دواړو لوریو د افغانستان د روغتیا، پوهنې، زیربناوو او کارموندنې په برخو کې د ثبات او دوامدار پرمختګ لپاره د قزاقستان، یوناما او یو.اېن.او.ډي.سي ترمنځ د پراخې همکارۍ پر اړوند مسایلو بحث وکړ او همدارنګه په الماتا کې د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه ییز مرکز پرانیستلو په چوکاټ کې د ګډو احتمالي پروژو پر امکاناتو هم خبرې وشوې. ټاکل شوې چې قزاقستان له افغانستان سره د بشري مرستو لړۍ په دوام خوراکي توکي، اړین مواد، درمل او د ښوونې او روزنې له پروژو سره خپلې مرستې دوامداره وساتي.»
بل پلو چارواکي وایي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته په هېواد کې د نشه یي توکو پر وړاندې جدي مبارزه شوې او بزګرانو ته د بدیل کښت برابرولو په اړه د ډاډ ترڅنګ زياتوي چې په هېواد کې د نشه یي توکو کښت او توليد صفر ته رسېدلی.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي وايي: « هم د افغان ملت او هم د نړیوالې ټولنې لپاره یو لوی مصیبت و، خو اسلامي امارت د پرېکنده مبارزې له لارې وکولی شول د نشه يي توکو کښت، قاچاق او استعمال صفر ته ښکته کړي. هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې حتا د ځمکې پر یوه کوچنۍ ټوټه هم تریاک وکري.»
د سیاسي چارو شنونکي که څه هم د نشه یي توکو پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه ستایي، خو نيوکه کوي چې بزګرانو ته د بدیل معیشت په برابرولو کې پاتې راغلی او له نړیوالې ټولنې غواړي چې په برخه کې د حکومت لاسنيوی وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « د نړۍ هېوادونو د افغانستان په اړه هېڅ ډول مسوولیت نه دی اداء کړی او دا چې اوس راځي او د مخدره موادو په اړه خبرې کوي، باید دوی ته اجازه ورنه کړل شي؛ ځکه چې اسلامي امارت په تېرو څلورو کالو کې د مخدره موادو له منځه وړلو په اړه ډېر جدي مبارزه وکړه او مخدره مواد یې صفر ته ورسول.»
اوس پوښتنه دا ده چې په هېواد کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو بنسټونو او هېوادونو همکاري څومره ګټوره ده؟
د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي:« د مخدره موادو کښت، استعمال او قاچاق یو نړیوال ګواښ دی او نړیوالې پدیدې راپاروي. د دې پدیدې د مخنیوي لپاره باید د افغانستان ګاونډیان، سیمه او نړۍ ټول پر ګډه کار وکړي او د هغو امکاناتو لپاره کمپاین وشي چې په داخل او خارج کې په لاره اچول کېږي. همدارنګه باید د افغان کروندګرو لاسنیوی وشي، ترڅو د کوکنارو کښت ته مخه نه کړي.»
د کړکېچ نړیوالې ډلې موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي و چې د اسلامي امارت د مشر له فرمان وروسته په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی، خو برعکس يې د ۷ میلیونو تنو له هغې ډلې د ښځو او بېوزله کاګرانو ژوند اغېزمن شوی بللی.
تازه د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې معين هم د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې له رییس سره لیدلي او ويلي يې دي چې د کوکنارو کرکیلې او نشه يي توکو د قاچاق له منع کېدو وروسته، افغان کروندګر بدیل کښت ته اړتیا لري او برابرول يې د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې مهم دي.