• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي

ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/29

یو شمېر ایراني رسنیو د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په دې هېواد کې د بهرنیو اتباعو له ډلې ۵۰ سلنو زیات یې افغانان دي او دا کار سبب شوی چې هغوی ته د خدمتونو وړاندې کول ستونزمن شي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او بهرنیو کډوالو د مرکز مشر د نورو افغان کډوالو پر نه ‌منلو له ټینګار سربېره ویلي، د افغانستان اوسنی وضعیت له هر اړخه مناسب دی او په خبره یې اوس افغانان له هېڅ ډول ګواښ سره مخ نه ‌دي.

نادریار احمدي همدا راز وايي، شاوخوا ۴ میلیونه او ۱۰۰ زره غیرقانوني کډوال اوس مهال په ایران کې اوسیږي چې دا د دې هېواد لپاره یوه ستره ننګونه ده.

احمدي په دې اړه وايي: « شاوخوا ۵۰ سلنه افغان اتباع په تهران کې ژوند کوي، یانې نږدې۳  میلیونه کسان چې پر روغتیایي، تعلیمي او خدماتي زېربناوو یې ډېر فشار اچولی. طبیعي خبره ده چې خلک دې د سهمیه ‌بندۍ د نفوس د زیاتوالي په اړه ناخوښه وي. په اوس وخت کې موږ له افغانستانه هېڅ نوي کډوال نه دي منلي او اړتیا نه لرو چې کډوال ومنو، ځکه د افغانستان اوسنی وضعیت داسې نه دی چې د خلکو ژوند ته خطر پېښ کړي یا خلک کډوالۍ ته اړ شي.»

په ورته مهال، په ایران کې افغان کډوال وایي، په ستونزمن وضعیت کې دي او هره ورځ یې لومړنیو اړتیاوو ته په دغه هېواد کې لاسرسی کمېږي.

 دوی له نړیوالو سازمانونو او د یادو هېواد له چارواکو غواړي چې دې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

په ایران کې افغان کډواله لینا نذیر وايي: « دا مهال افغان مهاجرین په ایران کې ښه وضعیت نه لري او د ۲ میلیونه افغانانو د سر شمېرنې پاڼې باطلې اعلان شوې دي. له بلې خوا، د ایران حکومت ویلي، افغان مهاجرین باید د څلورمې میاشتې ترپایه د ایران خاوره ترک او خپل هېواد ته ستانه شي. په دې وروستیو کې د ایران حکومت د افغانانو شړل له سره پيل کړي او له امله یې ټول مهاجرین له روحي او رواني پلوه اندېښنې لري.»     

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسوولینو نظر هم ولرو، خو له پرله ‌پسې اړیکو سربېره یې ځواب را نه کړ.

خو د کډوالو د حقونو فعالان د ګاونډیو هېوادونو د پولیسو چلن د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف عمل بولي او له نړیوالو سازمانونو د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د همکارۍ غوښتنه کوي.

د کډوالو د حقونو فعال ګلاخان‌ بهادري وايي: «  په ایران کې د افغان مهاجرینو وضعیت او له هغوی سره د پولیسو ناوړه چلن، له ټولو نړیوالو کنوانسیونونو خلاف عمل دی. د دې ستونزې د حل لپاره یوې ترکیبي تګلارې ته اړتیا ده چې په کې حقوقي ملاتړ، نړیوال فشارونه او د دولتونو همکاري په کې شامل وي. دغه کار کولی شي د افغان کډوالو ستونزو ته د حل لارې پیدا کړي او یا یې پای ته ورسوي.»  

څلور لسيزې جګړې، فقر او د هېواد پر کچه د کاري فرصتونو نه شتون هغه اصلي عوامل دي چې خلک او په ځانګړي ډول ځوانان یې کډوالۍ ته اړ کړي چې تر ډېره ګاونډيو هېوادونو ایران او پاکستان ته ځي.

 خو د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو ستره کمېشنري وايي، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې له ایران او پاکستانه تر ۳ میلیونو زیات افغانان په جبر ایستل شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو
افغانستان

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

مې 29, 2025
له ایرانه څه باندې ۳ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول
افغانستان

ملګري ملتونه: نورو هېوادونو ته د تګ په تمه پاکستان کې دېره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

مې 29, 2025
ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

مې 29, 2025
کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو

مې 29, 2025
د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده
افغانستان

د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

مې 29, 2025
ملګري ملتونه: نړۍ کې څه باندې ۸۰ میلیونه تنه بېځایه شوي چې ډېره برخه یې افغانان دي
افغانستان

ملګري ملتونه: نړۍ کې څه باندې ۸۰ میلیونه تنه بېځایه شوي چې ډېره برخه یې افغانان دي

مې 28, 2025

وروستي خبرونه

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

مې 29, 2025
له ایرانه څه باندې ۳ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول

ملګري ملتونه: نورو هېوادونو ته د تګ په تمه پاکستان کې دېره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

مې 29, 2025
ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

مې 29, 2025
ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي

ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي

مې 29, 2025
کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو

کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو

مې 29, 2025
د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

مې 29, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist