له پاکستانه پر زور را ایستل شوي افغان کډوال هېواد ته تر ستنېدو وروسته د پیل لومړۍ شپې ورځې په تورخم کې جوړ شوي ستر پنډغالي (کمپ) کې تېروي.
موده وړاندې دې پنډغالي ته په ورځني ډول شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ را ستنېدې چې لپاره یې پر خوراکي توکو سربېره، د اوسېدلو مناسب ځایونه هم په پام کې نیول شوي دي.
د پنډغالي مسوولین وایي، لاهم په ورځني ډول شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ هېواد راستنېږي چې له ټرانسپورټ نیولې تر نغدو پیسو او هر اړخیزې مرستې ورسره کېږي.
تورخم کې د راستنېدونکو کمپ د ټرانسپورټ استازی شفیع الله احمدي وايي: « دا ښکاره خبره ده چې کله ډېر کسان په یوه ځل راشي، بېروبار او نیمګړتیاوې وي، خو موږ اوس پوره چمتو یو او که هر څومره کډوال را واوړي، پروسه مو ورته دومره اسانه کړې چې په پنځو دقیقو کې خدمات ورسوو. موږ دغو راستنېدونکو ته کرایه ورکوو او ډېر ټرانسپورټي وسایط مو ورته درولي، کارکوونکي مو ورته زیات کړي. کله چې هجوم زیات شو، تر ۸۰۰ کورنیو پورې را تللې، خو اوس له ۵۰ تر ۶۰ لاریو ته موږ کرایې ورکوو چې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ کورنۍ په کې وي.»
په دې کمپ کې د راستنېدونکو لپاره برېښنا، پاکو اوبو او روغتایي خدمتونو ته پر لاسرسي سربېره مخابراتي خدماتو ته لاسرسی هم اسانه شوی چې تر دې دمه ۴۵ زره سیمکارټونه ورته په وړیا توګه وېشل شوي دي.
مسوولین وايي، هر راستانه شوي کډوال ته د بېلابېلو مخابراتي شبکو درې سیمکارټونه ورکول کېږي چې د انټرنېټ او غږیزو کڅوړو بېلابېل وړاندیزونه لري.
د ننګرهار مخابراتو رییس ذبیح الله ذکي وايي: « تر ۴۵ زرو پورې سیمکارټونه وړیا وېشل شوي. په دغو سیمکارټونو کې ښه امتیازونه دي. د مثال په توګه یو دا دی چې په هر سیمکارټ کې له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ دقیقو مکالمه او یو جي بي انټرنېټ موجود وي.»
په ورته مهال، راستانه شوي کسان هم په دې پنډغالي کې د سرپرست حکومت له لوري د هر اړخیزو اسانتیاوو او خدماتو له چمتو کولو خوښ دي او په ګاونډیو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو غواړي چې بېرته هېواد ته راستانه شي.
له پاکستان راستون شوی کډوال رازق وايي: « شکر کراره کراري ده، موږ دلته راغلو طالبانو ځای راکړ او ویې ساتلو او ترې مننه کوو. ما ډېر کسان ولیدل چې لاهم پاکستان ته روان دي، ما ورته وویل چې هلته مه ځئ، هغوی موږ را و ایستلو او تاسو ور روان یاست. که یو کال افغانان ور نه شي، د دوی ټول کارونه به ودرېږي. خلک وايي چې دلته کار نه شته او غریبي ده، خو زه وایم چې پاکستان خو تر ابده موږ ته ځای نه راکوي، باید راشو خپل هېواد ته.»
د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ زېږدیز کالو کې څه باندې یو میلیون افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې بېرته هېواد ته راستانه شوي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرو شویو ارقامو له مخې، یوازې په تېره میاشت کې د پاکستان له مختلفو زندانونو ۳ زره ۳۷۲ افغانان له زندانو خوشې کړي او هېواد ته یې را ستانه کړي دي.