د روسیې پلازمېنه مسکو ښار د مسکو فارمټ ۱۳مې نړیوالې امنیتي غونډې کوربه دی چې د شاوخوا ۱۵۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي به په کې ګډون وکړي.
د دې درې ورځنۍ غونډې مشري د روسیې ملي امنیت شورا رییس سرګي شویګو کوي او د بحث اصلي اجنډا يې په امنیتي مسایلو کې نړیواله همکاري ده.
ټاس خبري اژانس د روسیې د ملي امنیت شورا له قوله خبر ورکړی چې په دې غونډه کې به په لومړي ځل د افغانستان سرپرست حکومت استازی هم ګډون وکړي، خو سرپرست حکومت په دې غونډه کې د ګډون او نه ګډون په تړاو څه نه دي ویلي.
ټاس خبري آژانس لیکلي: « د افغانستان د نوي حکومت چارواکي به په لومړي ځل د مسکو د امنیتي مسایلو اړوند د لوړ پوړو استازو په غونډه کې ګډون وکړي.»
د ټاس خبري آژانس د راپور له مخې، د دې ناستې ترڅنګ به د سوېل ختیځې آسیا د ټولنې غړیو هېوادونو، شانګهای همکاریو سازمان، برېکس سازمان او د هم ګټو خپلواکو هېوادونو سازمان ترمنځ یو بله غیر رسمي ناسته هم ترسره شي.
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د روسیې او سرپرست حکومت ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې په تېرو څلورو کلونو کې پراخې شوې او دا هېواد په روان ۲۰۲۵زېږدیز کال کې اسلامي امارت د ممنوعه ډلو له لېسته هم لرې کړ.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « دا ډول ناستې چې د لومړي ځل لپاره د اسلامي امارت چارواکي په کې ګډون کوي، داسې ښيي چې نړۍ او سیمه اوس دې ته متوجه شوي چې افغانستان سره باید همکاري وکړي، نه دا چې یوازې یې پرېږدي.»
ځینې نور بیا دغه غونډه او په کې د سرپرست حکومت د استازي ګډون له دې کبله مهم ګڼي چې په سیمه ییزه کچه افغانستان په امنیتي مسایلو کې د ښکېلو هېوادونو له ډلې یو هغه دی.
د دوی په باور، که څه هم سرپرست حکومت د روسیې په ګډون د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو په دې ډول نړیوالو ناستو کې د ګډون بلنه او ګډون د مخامخ اندېښنو د وړاندې کولو او ورته د حللارو په موندلو کې مرسته کولی شي.
د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « که څه هم د طالبانو حاکمیت د سیمې او نړۍ د هېوادونو له خوا پررسمیت نه دی پېژندل شوی، خو طالبان د افغانستان د یوه واکمن حاکمیت په توګه د سیمې او هم د نړۍ هېوادونو ته اهمیت لري. د امنیتي مسایلو په سر له نورو آدرسونو سره خبرې نه شي کېدای، له دې کبله دا مهمه ده چې د نړۍ او سیمه ییزو هېوادونو استازي او د هغوی امنیتي مشرتابه د افغانستان په حالاتو باندې له نږدې پوه شی.»
په امنیتي برخه کې د لوړ پوړو استازو نړیواله کلنۍ غونډه، د روسیې امنیت شورا له لوري له ۲۰۱۰زېږدیز کال راهیسې په کلني ډول ترسره کېږي چې د یوه نړیوال پلاټفورم په توګه په کې د ګډونوالو ترمنځ پر نړیوالو امنیتي مسایلو او مکانېزمونو بحث کېږي او له نړیوالې ترهګرۍ، سخت دریځۍ، انتقالي جرمونو، د نشه یي توکو قاچاق او دې ته ورته نړیوالو ننګونو او ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې د شریکو هېواودنو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کېږي.