د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یو.اېن.ډي.پي) د بې ځایه شویو د څارنې نړیوال سازمان له قوله راپور ورکړی چې په نړۍ کې څه باندې ۸۰ میلیونه کورني بې ځایه شوي موجود دي چې افغانستان هم د دې هېواد په لومړي نوملړ کې ځای لري.
د بې ځایه شویو څارسازمان موندنې ښيي چې په افغانستان کې د بې ځایه شویو ستر لاملونه اوږد مهاله جګړې، طبعیې پېښې او د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې دي.
د یاد سازمان په راپور کې راغلي، په افغانستان کې د بې ځایه شویو افغانانو شمېر له یو میلیون زیات دی.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د راپور یوه برخه کې راغلي: « په نړۍ کې د جګړو او طبیعي پېښو له امله ۸۳.۴ میلیونه تنه په خپلو هېوادونو کې بې ځایه کېدو ته اړ شوي چې کانګو، سوډان، اوکراین، لبنان او افغانستان یې تر ټولو اغېزمن شوي هېوادونه دي. دغه کچه د هرکال په تېرېدو سره ۱۰ سلنه زیاته شوې. د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په نړۍ کې د اقلیمي بدلون منفي اغېزو ۴۵.۸ سلنه له خپلو کورونو بې ځایه کړي.»
په ورته مهال، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وايي، په ۱۴۰۳ لمریز کال کې نږدې ۱۴ زره کورنۍ د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو له امله بې ځایه شوي چې څه باندې ۱۱ زره هغه یې د مرستو تر لاسه کولو وروسته خپلو کورونو ته بېرته لېږدول شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې ۱۳ زره ۹۷۹ کورنۍ د طبیعي پېښو له امله بېځایه شوې دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو ۱۱ زره ۵۸۰ کورنۍ د بېړنیو مرستو له ترلاسه کولو وروسته بېرته خپلو مېنو ته لېږدول شوې دي.»
د دې ترڅنګ د اقتصاد وزارت چارواکي په افغانستان کې د کورنیو بې ځایو شویو لپاره د لومړنیو اسانتیاوو برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې بشري مرستې مهمې ګڼي او له اړوند بشري سازمانونو غواړي چې په دې برخه کې له اړمنو افغانانو سره مرستې وکړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وايي: « دې ته په کتو چې افغانستان په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون په ګډون له طبیعي پېښو سره مخامخ دی، موږ د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون له نړیوالو مرسته کوونکو سازمانونو غواړو چې د زیربناوو د جوړولو په موخه له اسلامي امارت سره هر اړخیزه همکاري ولري.»
بله خوا د بشري حقونو فعالان هم د نړیوالو بې ځایه شویو د څار نړیوال سازمان د راپور له موندنو سره همغږي لري او زیاتوي چې په افغانستان کې د یادو لاملونو سربېره، اقتصادي ستونزې او د کاري فرصتونو نه شتون کورنۍ بې ځایه کېدنې زیاتې کړې دي.
د بشري حقونو فعال ګلاخان بهادري وايي: « طبیعي پېښې، وچکالۍ، سېلابونه، زلزلې او په ځانګړې توګه کلیوالي سیمو کې خلک اړباسي چې نورو خوندي سیمو ته لاړ شي. اقتصادي ستونزې، فقر، بېکاري او د اوبو، برېښنا، تعلیم او صحت په ګډون د اساسي خدمتونو نه شتون هم خلک مجبوروي چې له یوه ځایه بل ځای ته کډه شي.»
د بشري حقونو فعال علیرضا کریمي وايي: « سرپرست حکومت باید د امنیت او په داوطلبانه توګه د بېرته ستنېدو فرصت برابر کړي او دغه راز باید نړیوال سازمانونه د بیا رغونې پروژو لپاره ډېره ونډه واخلي.»
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو شمېر شاوخوا ۲۳ میلیونه کسان یاد کړی چې ډېری یې له پاکستان او ایران راستنه شوي کډوال بلل شوي دي.