• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/28

کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت شپږ ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو او په کې صنعتکارانو بېلابېل توکي نندارې ته وړاندې کړل.

د سرپرست حکومت مهم چارواکي ادعا کوي چې واک ته له رسېدو راهيسې د افغانستان صنعت وده کړې او په دې سکټور کې خلکو ته د کاري فرصتونو پيدا کېدو ترڅنګ، په ځينو سکټورونو کې افغانستان پر ځان بسیاينې ته هم رسېدلی ی.

د رياست ‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، سرپرست حکومت د وارداتو په پرتله د صادراتو زياتولو طرحه وروستۍ کړې او په همدې موخه پر هغو عوضي وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان په کې د کورني توليد له امله پر ځان بسيا دی.

برادر په دې اړه: « اسلامي امارت د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه پر هغو وارداتي اقلامو ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي چې په کور دننه تولیدېږي او د هېوادوالو اړتیاوې پوره کولی شي. دغه راز ټولو امارتي ادارو ته هدایت شوی چې د خصوصي سکټور د ودې په خاطر دې په خپلو خریداریو، تدارکاتو او تدارکاتي پروسو کې کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي.»

د رياست ‌الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وايي: « الحمدالله د افغانستان اسلامي امارت د صنعت د ودې او له کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره، په مختلفو برخو کې تل د صنعتګرو او پانګوالو ملاتړ کړی او ملاتړ به یې کوي.»

جګ پوړي چارواکي له صنعتکارانو غواړي چې د توکو په توليد او توريد کې نړيوالو معيارونو ته جدي پام وکړي. دا په داسې حال کې ده چې ځيني نور چارواکي د افغاني توکو کيفت او معيار لوړ بولي او له پانګوالو د پانګونې په غوښتلو سره ډاډ ورکوي چې د خپلو پالیسيو په وسيله به د افغانستان صنعتي کېدو هڅې وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي:« له ټولو شرکتونو، فابریکو او مسوولینو غوښتنه کوم چې قېمتونه مه لوړوئ او کیفیت مه ټیټوئ. زه ډاډه یم چې هېڅوک د خپلو محصولاتو نوم نه بدوي.»

د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف وايي: « له بهرنیو پانګوالو هم غواړم چې په پوره باور سره افغانستان ته راشي او په مختلفو سکټورونو او په ځانګړې توګه صنعتي سکټور کې پانګونه وکړي.»

د کور او ښار جوړولو سرپرست مولوي حمدالله نعماني وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د یوه حکومت په توګه مسوولیت لري چې صنعتګرو ته هغه لارې او امکانات برابر کړي چې هغوی ورته اړیتا لري.»

د کانونو او صنایعو خونه اوسني شرايط د صنعتي ودې، پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره موقع ګڼي او په خبره يې دا مهال افغانستان په ١٦٨ سکټورونو کې پرځان بسیا شوی او په دې توګه کورني صنعت ١٢ سلنه وده کړې.

د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر وايي: « زه ټولو صنعتکارانو ته اطمینان ورکوم چې موږ شپه او ورځ کوښښ کو چې ستاسو صنعتي پارکونو او فابریکو ته ډاډمنه برېښنا درورسوو.»

د کانونو او صنایعو خونې رییس شېر باز کمین ‌زاده وايي: « د خدای شکر دی چې موږ اوس مهال په ۱۶۸ خصوصي سکټورونو کې ځان بسیاینې ته رسېدلي یو. موږ اوس د ټول هېواد پر کچه ۶۵۰۰ فابریکې لرو چې په کې ۴۲۰ زره تنه په کارونو بوخت دي.»

بل پلو، په نندارتون کې غرفه لرونکي دا ډول نندارتونونه صنعتي محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره مهم ګڼې او له سرپرست حکومت غواړي چې بهرنیو بازارونو کې توکو ته بازار موندنه وکړي.

د نندارتون ګډونوال مسعود وايي: « زه وایم چې تولیدي شرکتونه او د منتاژ سکټورونه دې سره بېل شي.»

نندارتون کې غرفه لرونکی فهیم احمدي وايي: « ډېری هغه شرکتونه چې له بهر  دلته راځي، خپل تولیدات په ارزانه بیه وړاندې کوي او زموږ صنعتکاران نه شي کولی له هغوی سره سیالي وکړي.»

د صنعت څلورم نندارتون د پرانیستنې په مراسمو کې د اسلامي امارت جګ پوړو چارواکو، د کابل کې د ګڼو هېوادونو سفیرانو او لوړ پوړو چارواکو حضور درلود.

د دې نندارتون په ۷۰۰ غرفو کې یوازې د افغانستان تولید کړي توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې شپږ ورځني نندارتون کې ښځینه صنعتکارانې ګډون نه لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې
اقتصاد

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي
اقتصاد

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

مې 12, 2025

وروستي خبرونه

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

مې 29, 2025
له ایرانه څه باندې ۳ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول

ملګري ملتونه: نورو هېوادونو ته د تګ په تمه پاکستان کې دېره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

مې 29, 2025
ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

مې 29, 2025
ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي

ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي

مې 29, 2025
کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو

کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو

مې 29, 2025
د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

مې 29, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist