• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د جينوا خبرو اترو مرکز له لوري د افغانستان په اړه څلورمه ناسته په ترکیه کې جوړه شوه

د جينوا خبرو اترو مرکز له لوري د افغانستان په اړه څلورمه ناسته په ترکیه کې جوړه شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/27

د جينوا خبرو اترو او پرمختګ مرکز په نوښت د ملي ډيالوګ تر نامه لاندې ناسته د ترکيې په انتاليا کې جوړه شوه.

تنظيموونکي يې وايي، دغه ناسته په افغانستان کې سټراټيژيکو ننګونو، بشري او ټولنيزو حقونو ته د رسېدنې په موخه رابلل شوې چې په کې د مدني ټولنو او ښځو استازو، د بشري حقونو مدافعانو، خبريالانو او ځينو سياسي څېرو ګډون کړی.

د دې ترڅنګ، په راتلونکي کې د افغانستان سياسي ساختار په اړه بحث هم د يادې ناستې د اجنډا مهمه موضوع ياده شوې چې د حکومت سياسي مخالفانو له لوري پرې هم څو ځله بحثونه شوي.

خو د چارو شنونکي د هغو ناستو پايله هېڅ بولي چې د بحث محور يې افغانستان وي، خو د سرپرست حکومت استازی په کې نه وي.

د سياسي چارو شنونکی زلمی افغانيار وايي: « دغه ناسته هم د تېر په څېر یوازې اعلامیه صادروي او غندنه کوي؛ ځکه چې د افغانستان د سرپرست حکومت استازی هلته نه شته. زه هیله لرم په بحث کې مطرح شويو تقابلاتو ته د خبرو اترو له لارې حل پیدا کړي. د حکومتوالۍ او حکومت جوړونې بحث د افغانستان په ملت پورې اړه لري. په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان لپاره حکومتونه د بهرنیو نسخو او هغو کسانو په غوښتنه جوړ شول چې له دوی سره یې تړاو درلود. آیا د افغانستان ملت نه شي کولی خپل برخلیک وټاکي او دغه ناستې په سیاسي موج سورېدنو باندې مدیریت شي. ښکاره خبره ده چې دغه ناستې افغانستان ته ګټه نه لري.»

د شنونکو په اند، په دې ناسته کې پر مهمو مسايلو بحث کوونکي هغه کسان دي چې پخوا د حکومتولۍ په برخه کې ناکام شوي. د دوی په خبره، ښه به دا وي چې د ناستې رابلونکي د غونډو جوړولو په ځای خپل وړانديزونه له سرپرست حکومت سره شريک کړي او پر معقولو حل‌لارو ورسره وغږېږي.

د سياسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « دا هغه کسان او چارواکي دي چې ولس هم پېژندلي؛ یوازې اسلامي امارت نه بلکې د افغانستان ټول ولس هم په دې باور نه لري؛ ځکه چې دوی دلته د دولت واګي په لاس کې لرل، څه یې وکړل؟ دوی یوازې د ولس په وینو کاروبار وکړ او د دولت بیت المال یې چور کړ. زه فکر کوم دا ډول ناستې کومه نتیجه نه ورکوي.»    

د جينوا خبرو اترو او پرمختګ مرکز له دې وړاندې هم د سرپرست حکومت د استازي له ګډون پرته درې ځله د افغانستان په اړه په تورکيه کې ناستې کړې دي. که څه هم دې مرکز ويلي چې يادو ناستو ته يې د حکومت استازي وربللي، خو حکومت يې د بلنې ردولو ترڅنګ بحثونه هم بې ‌پايلې ياد کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار ښاروالي: ځوانانو ته د کار موندلو په موخه د ۲۴ ساعته بازار جوړولو هوډ لرو
افغانستان

کندهار ښاروالي: ځوانانو ته د کار موندلو په موخه د ۲۴ ساعته بازار جوړولو هوډ لرو

مې 27, 2025
د کابل پولیسو له روزنیز مرکز ۴۰۰ پولیس فارغ شول
افغانستان

د کابل پولیسو له روزنیز مرکز ۴۰۰ پولیس فارغ شول

مې 27, 2025
تهران ټایمز: چین د امریکا له تشې په ګټه اخیستو افغانستان کې ډېره پانګونه کړې
افغانستان

تهران ټایمز: چین د امریکا له تشې په ګټه اخیستو افغانستان کې ډېره پانګونه کړې

مې 27, 2025
اسلام‌ اباد: هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي
افغانستان

اسلام‌ اباد: هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

مې 27, 2025
زرګونه افغانان له امریکا د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

زرګونه افغانان له امریکا د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

مې 27, 2025
د پروان په دوو ولسوالیو کې شاوخوا لسګونه پراختیايي پروژې پيل شوې
افغانستان

د پروان په دوو ولسوالیو کې شاوخوا لسګونه پراختیايي پروژې پيل شوې

مې 26, 2025

وروستي خبرونه

کندهار ښاروالي: ځوانانو ته د کار موندلو په موخه د ۲۴ ساعته بازار جوړولو هوډ لرو

کندهار ښاروالي: ځوانانو ته د کار موندلو په موخه د ۲۴ ساعته بازار جوړولو هوډ لرو

مې 27, 2025
د کابل پولیسو له روزنیز مرکز ۴۰۰ پولیس فارغ شول

د کابل پولیسو له روزنیز مرکز ۴۰۰ پولیس فارغ شول

مې 27, 2025
تهران ټایمز: چین د امریکا له تشې په ګټه اخیستو افغانستان کې ډېره پانګونه کړې

تهران ټایمز: چین د امریکا له تشې په ګټه اخیستو افغانستان کې ډېره پانګونه کړې

مې 27, 2025
اسلام‌ اباد: هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

اسلام‌ اباد: هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

مې 27, 2025
د جينوا خبرو اترو مرکز له لوري د افغانستان په اړه څلورمه ناسته په ترکیه کې جوړه شوه

د جينوا خبرو اترو مرکز له لوري د افغانستان په اړه څلورمه ناسته په ترکیه کې جوړه شوه

مې 27, 2025
زرګونه افغانان له امریکا د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

زرګونه افغانان له امریکا د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

مې 27, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist