• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلام‌ اباد: هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

اسلام‌ اباد: هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/27

د پاکستان د پوځ ویاند چې په خیبر پښتونخوا کې يې یوې غونډې ته خبرې کولې، پر افغانستان تور پورې کړی چې خاوره یې د هند په اشاره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

د احمد شریف چودري د ادعا له مخې، هند له پاکستان سره دښمنۍ پاللو په موخه د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي او غوښتنه کوي چې افغانان دې يې وسيله نه ګرځي.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي: « هند د افغانستان خاوره د پاکستان ضد اقداماتو لپاره کاروي. افغانانو وروڼو ته وایوو چې وسله ‌والو ته پټنځای مه ورکوئ او د هند د لاس اله مه ګرځئ. تاسو له یوه داسې هېواد څخه مرسته غواړئ چې د کشمیر لوڼې یې بې عزته کړې دي.»

سرپرست حکومت په سم ‌لاسي توګه د پاکستان پوځ دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو شنونکي وايي، پاکستان پر خپل سیاسي، اقتصادي او امنیتي نظم کنټرول له لاسه ورکړی او د کمزوریو پټولو لپاره پر افغانستان تورونه پورې کوي.

دوی په سيمه کې د ترهګرۍ له منځه وړل د هېوادونو ګډ مسووليت بولي او دې هدف ته د رسېدو لپاره د پاکستان د پوځ فعاليتونو مهارول شرط ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي: « د پاکستان شکایتونه په حقیقت کې د دوی د اقتصاد، سیاست او ټولنیز نظم د بایللو هغه حالت دی چې دوی یې نور نه شي کابو کولی. که په هندوستان تور لګوي يا په افغانستان، دا دواړه مستقل هېوادونه دي او د خپلو اړیکو په اړه خپله پرېکړې کوي. د پاکستان په ضد نه هندوستان او نه هم افغانستان هېڅکله نه په تېر کې بد سیاست چلولی او نه به یې په راتلونکي کې وچلوي.»

ځينې نور شنونکي برعکس پاکستان تورنوي چې خاوره يې تل د افغانستان پر ضد کارول کېږي او د تازه تورونو په لګولو سره ځان سپين ثابتول غواړي.

د سیاسي چاروشنونکی کمال ناصراصولي وايي: « تاسو په دې منطقه کې لیدلي چې د افغانستان خاوره د تاریخ په اوږدو کې هېڅکله د هېڅ ګاونډي هېواد په ضد نه ده کارول شوې بلکې برعکس د پاکستان خاوره تل د افغانستان د نظامونو په مقابل کې کارول شوې او په افغانستان کې یې نظامونه چپه کړي. ټولې نړۍ ته یې غېږه خلاصه کړې او ټولې پروژې د پاکستان د دولت له خوا ډیزاین او پلې شوې دي، د افغانستان خلک یې مهاجرت ته اړ کړي او نظامونه یې چپه کړي. بنا ً، د پاکستاني او پنجابي دولت اوسنۍ پالیسي هم دا ده چې اوبه خړې کړي او ماهیان ونیسي.»

پاکستان داسې مهال پر افغانستان تازه تورونه لګوي چې په دې وروستيو کې د هند او افغانستان اړيکې نسبتاً عادي شوې ښکاري او همدا څو ورځې وړاندې، هندوستان افغان وګړو ته د آنلاين وېزو ورکولو بهير پيل کړ؛ هغه څه چې شنونکي یې د کابل او نوي ډهلي خپلواک اقدام او د اسلام آاباد د مزاج خلاف کار ګڼي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار ښاروالي: ځوانانو ته د کار موندلو په موخه د ۲۴ ساعته بازار جوړولو هوډ لرو
افغانستان

کندهار ښاروالي: ځوانانو ته د کار موندلو په موخه د ۲۴ ساعته بازار جوړولو هوډ لرو

مې 27, 2025
د کابل پولیسو له روزنیز مرکز ۴۰۰ پولیس فارغ شول
افغانستان

د کابل پولیسو له روزنیز مرکز ۴۰۰ پولیس فارغ شول

مې 27, 2025
تهران ټایمز: چین د امریکا له تشې په ګټه اخیستو افغانستان کې ډېره پانګونه کړې
افغانستان

تهران ټایمز: چین د امریکا له تشې په ګټه اخیستو افغانستان کې ډېره پانګونه کړې

مې 27, 2025
د جينوا خبرو اترو مرکز له لوري د افغانستان په اړه څلورمه ناسته په ترکیه کې جوړه شوه
افغانستان

د جينوا خبرو اترو مرکز له لوري د افغانستان په اړه څلورمه ناسته په ترکیه کې جوړه شوه

مې 27, 2025
زرګونه افغانان له امریکا د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

زرګونه افغانان له امریکا د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

مې 27, 2025
د پروان په دوو ولسوالیو کې شاوخوا لسګونه پراختیايي پروژې پيل شوې
افغانستان

د پروان په دوو ولسوالیو کې شاوخوا لسګونه پراختیايي پروژې پيل شوې

مې 26, 2025

وروستي خبرونه

کندهار ښاروالي: ځوانانو ته د کار موندلو په موخه د ۲۴ ساعته بازار جوړولو هوډ لرو

کندهار ښاروالي: ځوانانو ته د کار موندلو په موخه د ۲۴ ساعته بازار جوړولو هوډ لرو

مې 27, 2025
د کابل پولیسو له روزنیز مرکز ۴۰۰ پولیس فارغ شول

د کابل پولیسو له روزنیز مرکز ۴۰۰ پولیس فارغ شول

مې 27, 2025
تهران ټایمز: چین د امریکا له تشې په ګټه اخیستو افغانستان کې ډېره پانګونه کړې

تهران ټایمز: چین د امریکا له تشې په ګټه اخیستو افغانستان کې ډېره پانګونه کړې

مې 27, 2025
اسلام‌ اباد: هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

اسلام‌ اباد: هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

مې 27, 2025
د جينوا خبرو اترو مرکز له لوري د افغانستان په اړه څلورمه ناسته په ترکیه کې جوړه شوه

د جينوا خبرو اترو مرکز له لوري د افغانستان په اړه څلورمه ناسته په ترکیه کې جوړه شوه

مې 27, 2025
زرګونه افغانان له امریکا د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

زرګونه افغانان له امریکا د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

مې 27, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist