کابل ښاروالۍ په زرنګار پارک کې د ګلانو درې ورځنی نندارتون پرانیستی دی. په دې نندارتون کې پوره ۹زره ګلان او زینتي بوټي چې ۱۵۰ ډولونه لري، په کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
د دې ګلانو ۵ زره قلمې د کابل ښاروالۍ په څلورو ګل خونو کې روزل شوي او پاتې شاوخوا ۴زره نورې هغه یې د خصوصي سکټور له لوري له روزل کېدو وروسته نندارې ته وړاندې شوي.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رییس عبدالوکیل متوکل وايي: « کابل ښاروالۍ په ۵ زره ګلانو باندې اکتفا ونه کړه او دا یې ونه ګڼله چې دا زموږ خپل امتیاز دی، بلکې له ځان سره یې د کابل قدرمن ښاریان هم شریک کړل؛ ترڅو ګلفروشان، خصوصي سکټور او نور خلک د ښار له سرسبزۍ، ښکلا او د ګلانو له ترویج سره علاقه پیدا کړي.»
د سرپرست حکومت بېلابېلو ادارو چارواکي بیا د ښاروالۍ له لوري د نندارتون جوړولو هڅې ستایي او د کابل ښار د لا سمسورتیا او زرغونولو لپاره پر زياتو هڅو ټینګار کوي.
دوی د کابل ښار د لا زرغونتیا او چاپېریال پاک ساتلو لپاره له ښاریانو هم غواړي چې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
د کابل والي مولوي امینالله عبید وايي: « لکه څرنګه چې تاسو ګورئ، دلته ۱۵۰ ډوله ګلان په ۹ زره ګلدانونو کې نندارې ته اېښودل شوي، دا کوچنۍ خبره نه ده.»
د المپيک ملي کمېټې سرپرست احمدالله وثیق وايي: « د ننني نندارتون موخه له ګلانو، د ګلانو له رنګونو او بوی خوند اخیستل نه دی، بلکې دا کار له ځان سره خپل پیغام او هدف لري؛ هغه دا چې ښکلا زموږ په شاوخوا کې ده او موږ باید ترې ګټه واخلو.»
له بلې خوا، د دې نندارتون ګډونوال بیا وایي، د تېرو درېیو کالونو پرتله د ګلانو پلور بازار بیاځل غوړېدلی او له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې دا ډول نندارتونونه زیات کړي؛ ترڅو خلک د ګلانو ساتلو لېوالتیا پیدا کړي.
غرفه لرونکی محمد صمیم وايي: « زموږ لویه ستونزه دا ده چې ښاروالي یا نور اړوند ارګانونه له موږ سره لازمه همکاري نه کوي. د مثال په توګه، باید موږ ته ګرېن حوضونه په واک کې راکړي، ترڅو موږ ښه ګلان او بوټي تولید کړو.»
د کابل اوسېدونکی شهیدالله درمان وايي: « له هېوادوالو مې غوښتنه دا ده چې خپل شاوخوا چاپېریال او کورونه په ونو او ګلانو ښکلي کړي. یوه ونه ۲۵ تنو ته اکسیجن ورکوي؛ نو دا ښه خبره ده چې له بوټو او ګلانو ګټه واخلو او خپل چاپېریال پرې ښایسته کړو.»
همدارنګه د کرنې وزارت چارواکي وایي، د ګلانو روزنې لپاره جدي کار کوي او په خبره یې په بېلابېلو ولایتونو کې د هغو زینتي بوټو د کښت پروسه پیل شوې چې پر زرغونتیا سربېره په روغتیایي برخه کې هم ترې ګټه اخیستل کېږي.
د دوی په خبره، هڅه کوي له بهره د روزل شویو ګلانو د واردولو پر ځای د کاري فرصتونو په ایجادولو سره په هېواد کې د هر ډول ګلانو د تولید زمینه برابره کړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معين صدرعظم عثماني وايي: « د ګلانو د ترویج او اقتصادي ګټې لپاره کار په جدي توګه روان دی. موږ تېر کال د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې هغه بوټي او ګلان وکرل چې هم د ښکلا، عطرو تولید او هم د روغتیا لپاره ترې کار اخیستل کېږي. »
له دې سره، د کابل ښاروالۍ یوشمېر نور مسوولین له هېوادوالو غواړي چې دې نندارتون ته په راتګ سره دلته شته ګلونه په مناسبه بيه واخلي او په خبره یې د ګلانو د ساتلو فرهنګ په ترویجولو سره دغه پروسه بریالۍ کړي.