• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/22

له ګاونډيو هېوادونو او په ځانکړې توګه له پاکستان او ايران د افغان کډوالو جبري اخراج پر دوام، ملګرو ملتونو د راستنېدونکو لپاره په ځانګړو شویو پنډغالو کې د دوی وضعيت کړکېچن بللی.

د دې سازمان د کډوالو سترې کمېشنرۍ (یو.اېن.اېچ.سي.آر) په يو راپور کې ويلي، د نړيوالو له لوري د راستنېدونکو له هرې کورنۍ سره ۱۵۰ ډالر مرسته کېږي، په داسې حال کې چې له دې وړاندې دغه اندازه ۲زره ډالر وه.

راپور کې ویل کې ویل شوې، دغه اندازه نغدي مرستې راستنېدونکي يوازې ژوندي ساتلی شي، خو د دوی د اقتصادي ودې لپاره څه نه شي کولی.

په راپور کې د افغانستان لپاره د کډوالو سترې کمېشنرۍ استازي عرفات جمال له قوله ويل شوي، د نړيوالو مرستندويانو له لوري د زياتې مرستې په پايله کې ملګري ملتونه هم د دې توان پيدا کوي چې راستنېدونکو ته زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

جمال په دې اړه ویلي: « د نړيوالو مرستو له کمېدو سره د ملاتړ کچه خورا ټیټه شوې. کډوال داسې یوه وطن ته راستنېږي چې د دوی بې ‌مخينې راتګ ته چمتو نه دی. له هرې کورنۍ سره نغدي مرسته له ۲زره ډالرو ۱۵۰ ډالرو ته راکمه شوې. موږ يوازې د ژوندي پاتې کېدو پيسې وېشو، خو يو همغږی ځواب کولی شي د افغانانو راستنېدل د ثبات، اقتصادي ودې او سميه ‌ييزې همغږۍ په فرصت بدل کړي.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ راپور کې دغه راز په هر ډول شرايطو کې د افغان کډوالو پر ملاتړ ټينګار شوی.

په ورته مهال، حکومتي چارواکي راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسانتياوو برابرو ادعا ترڅنګ، له نړيوالو مرستندويانو هم غواړي چې په دې برخه کې له سرپرست حکومت سره همکاري وکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معين عبداللطيف نظري وايي: « موږ هڅه کوو ټولې ښوونیزې، هوساینیزې، روغتیايي او کاري اسانتیاوې راستنېدونکو کډوالو ته برابرې کړو. په ورته مهال، موږ له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو هم غوښته کوو چې له اسلامي امارت سره د امکاناتو په برابرولو کې هر اړخیزه همکاري ولري.»    

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وياند عبدالمطلب حقاني وايي: «         په دې کې شک نه شته له راستنېدونکو سره د نړیوالو په مرستو کې کمښت راغلی. د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو راستنېدلو ته پوره چمتوالی لري، د دوی د سرپناه، کاري فرصتونو، تعلیم او نورو بنسټیزو غوښتنو ته پر لوړه کچه طرحې او پلانونه جوړ شوي دي.»

له دې سره، د کډوالو د حقونو مدافعان وايي، روغتيايي او لومړنيو توکو ته د راستنېدونکو کورنيو د لاسرسي محدوديت د دوی ژوند سخت کړی او ورسره د نړيوالو سازمانونو له لوري د زياتې مرستې غوښتنه کوي.

د کډوالو حقونو مدافع محمد خان طالبي محمدزی وايي: « د سیمې او ګاونډ له هېوادونو را ایستل شوي مهاجران له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخامخ شوي دي. د افغانستان اوسنی حکومت په یوازې ځان نه شي کولی او ظرفیت نه لري چې په دومره لویه کچه مهاجران ومني او ټولو ته اسانتیاوې برابرې کړي. دلته باید نړیوال سازمانونه، د ملګرو ملتونو ستره کمېشنري او د خوراک نړیوال پروګرام لاس په کار شي.»     

د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهيسې تر دې مهال شاوخوا ۳ ميليونه افغانان له ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ايران او پاکستان هېواد ته راستانه شوي چې ډېری هغه يې د يادو هېوادونو له لوري پر زور ايستل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې
افغانستان

ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

مې 22, 2025
جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې
افغانستان

جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

مې 22, 2025
روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي
افغانستان

روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي

مې 22, 2025
کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي

مې 21, 2025
نعیم وردګ: د مرکزي او سوېلي آسیا هېوادونه دې له افغانستانه د اتصال ټکي کار واخلي
افغانستان

نعیم وردګ: د مرکزي او سوېلي آسیا هېوادونه دې له افغانستانه د اتصال ټکي کار واخلي

مې 21, 2025
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په رسمي سفر چین ته تللی 
افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په رسمي سفر چین ته تللی 

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

مې 22, 2025
ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

مې 22, 2025
کابل کې د ګلانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

کابل کې د ګلانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

مې 22, 2025
جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

مې 22, 2025
روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي

روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي

مې 22, 2025
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist