• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي

کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/21

ټاکل شوې د صنعت اوونۍ په مناسبت په کابل کې صنعتي توکو ته د بازار موندنې په موخه اونيز نندارتون پيل شي.

دغه ننداراتون به د غبرګولي )جوزا( پر ۶ مه پيل او ۷ ورځې به دوام ولري او په کې به د کورنيو شرکتونو له لوري په ۷۰۰ غرفو کې بېلابېل کورني صنعتي توکي نندارې ته وړاندې شي.

د خصوصي سکټور چارواکي دغه نندارتون د کورنيو صنعتي توليداتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې بې ساری فرصت ګڼي او د صنعت نسبي ودې ته په کتو وايي، دا مهال افغانستان په ۱۳۸ سکټورونو کې پر ځان بسیاینې ته رسېدلی.

دوی له خلکو او سرپرست حکومته غواړي چې د کورنيو توليداتو په کارولو سره د صنعتکارانو ملاتړ وکړي او په دې توګه په هېواد کې د کاري فرصتونو په اېجاد کې همکاري وکړي.

د کانونو او صنایعو خونې ریيس شېرباز کمین‌ زاده وايي: « اوس چې موږ کوم نندارتون جوړ کړی، دا له تېرو څلورو کالو راهیسې د ثور میاشتې په پای کې هر کال جوړېږي، خو سږ کال به په ډېرو شاندارو مراسو جوړ شي. د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د استازي په توګه خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې موږ په ۱۳۸ سکټورونو کې د هېواد خودکفايي اعلانوو. تاسو به سبا بل سبا زموږ تولیدات په همدې نندارتون کې ووینئ او دا به د خوکفايي په اړه زموږ د ادعا مصداق وي.»

که څه هم سوداګر او صنعتکاران ورته نندارتونونه بې ګټې نه ګڼي، خو ټينګار کوي چې د کورنيو توليداتو د ملاتړ لپاره دې سرپرست حکومت پر عوضي وارداتو تعرفه لوړه کړي.

د کانونو او صنایعو خونې ریيس په دې اړه وايي: « موږ به په څلورو سالونونو کې ۷۰۰ غرفې ولرو او په کې ټول داخلي تولیدات نندارې ته اېښودل کېږي، هېڅ بهرنۍ تولید به نه وي. دا نندارتون په ډېر ښه وخت کې جوړېږي او د جوزا میاشتې له ۶ نېټې به تر ۱۱ نېټې ادامه ولري.»

پانګوال په دې اند دي چې د نندارتونونو له لارې توکو ته د بازار موندنې په برخه کې خپل اهداف ترلاسه کولی شي او په همدې موخه يې په راتلونکو څو ورځو کې د دې لوی نندارتون د جوړولو ته تابيا نيولې.

دوی د سرپرست حکومت ترڅنګ له خلکو هم غواړي چې د کورني صنعت د ودې لپاره دې له کورنيو توليداتو ګټه واخلي.

د افغانستان د نړیوال نندارتون رییس محمد صابر لطیفي وايي: « د افغانستان د نړیوال نندارتون ۷۰ سلنه موخه د افغانستان د صنعت وده او پراختیا ده. یو هېواد هېڅکله سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې او فرهنګي هوساینې ته نه شي رسېدای،خو دا چې اقتصاد یې پر خپلو پښو ودرېږي. همدارنګه د یوه هېواد اقتصاد هېڅکله پر خپلو پښو نه شي درېدای، ترڅو د صنعت خاوند نه شي.»

مسوولین د صنعت اوونۍ په مناسبت ترسره کېدونکی نندارتون د صنعتي سکټور د ودې، پرمختګ او د افغانستان پر ځان ‌بسیاينې موقع ګڼي او ډاډ ورکوي چې په نندارتون کې به نندارې ته وړاندې کېدونکي توکي په ۲۵ سلنه تخفيف سره وپلورل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

نعیم وردګ: د مرکزي او سوېلي آسیا هېوادونه دې له افغانستانه د اتصال ټکي کار واخلي
افغانستان

نعیم وردګ: د مرکزي او سوېلي آسیا هېوادونه دې له افغانستانه د اتصال ټکي کار واخلي

مې 21, 2025
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په رسمي سفر چین ته تللی 
افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په رسمي سفر چین ته تللی 

مې 21, 2025
کار او ټولنیزو چارو وزارت یو شمېر هېوادونو ته د افغان کارګرو استولو خبر ورکړ
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت یو شمېر هېوادونو ته د افغان کارګرو استولو خبر ورکړ

مې 20, 2025
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یوه پلاوي پر مشرۍ ایران ته رسېدلی
افغانستان

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یوه پلاوي پر مشرۍ ایران ته رسېدلی

مې 20, 2025
متقي: د سيمه ‌ييز پيوستون پر نقطې د افغانستان بدلېدو شرايط برابر شوي
افغانستان

متقي: د سيمه ‌ييز پيوستون پر نقطې د افغانستان بدلېدو شرايط برابر شوي

مې 20, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی
افغانستان

د بشر حقونو څار سازمان: هغه افغانې کورنۍ د عدالت په تمه دي چې غړي یې بهرنیو ځواکونو وژلي

مې 20, 2025

وروستي خبرونه

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025
خوست کې زرګونه ښځې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

خوست کې زرګونه ښځې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

مې 21, 2025
کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي

کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي

مې 21, 2025
عامې روغتیا وزارت: له بې کیفیته درمل تولیدوونکو او واردوونکو شرکتونو سره قانوني چلن کوو

عامې روغتیا وزارت: له بې کیفیته درمل تولیدوونکو او واردوونکو شرکتونو سره قانوني چلن کوو

مې 21, 2025
نعیم وردګ: د مرکزي او سوېلي آسیا هېوادونه دې له افغانستانه د اتصال ټکي کار واخلي

نعیم وردګ: د مرکزي او سوېلي آسیا هېوادونه دې له افغانستانه د اتصال ټکي کار واخلي

مې 21, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist