Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/21

د اقتصاد وزرات مسلکي معین د ایران له‌ تسنیم خبري اژانس سره په يوه تازه مرکه کې د ایران او افغانستان ترمنځ پر سوداګریزو پرمختګونو خبرې کړې.

عبداللطیف نظري په دې مرکه کې چې د تهران خبرو اترو فورم څلورمې ناستې په څنډه کې شوې، د کابل او تهران ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي، له هلمند سیند څخه د ایران حق آبې، په دې هېواد کې د کډوالو برخلیک او په افغانستان کې له نشه ‌يي توکو سره د شوې مبارزې او پرمختګونو په اړه مالومات ورکړي.

نظري د خواف –هرات اورګاډۍ پټلۍ جوړېدو ته په اشارې ویلي، د ورته ټرانزيټي پروژو په تطبيق سره د افغانستان او ايران د سوداګرۍ ظرفيت ۱۰ میلیارد ډالرو ته رسېدلی.

نظري زیاته کړې:« افغانستان او ایران د اقتصادي او تجارتي راکړې ورکړې د پراختیا لپاره ډېر ظرفیت لري. دواړه هېوادونه هوډ لري چې د دغو تجارتي مبادلاتو اندازه تر ۱۰ میلیارد ډالرو پورې لوړه کړي. دا مهال د افغانستان توکي د چابهار بندر له لارې نړیوالو بازارونو ته رسېږي. همدارنګه د هرات – خواف د رېل ګاډي کرښه د مبادلاتو په اسانه کولو او د تعرفو په ټیټولو کې مهم رول لوبوي او دغه راز دوغارون آزاد بندر هم تجارتي توکي افغانستان او ایران ته لېږدوي او دا خپله د صادراتو په پراختیا کې مهم ګام ګڼل کېږي.»

نظري همداراز له چینايي او ایراني پانګوالو غوښتي چې له موجوده فرصتونو په ګټنې دې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکي له ګاونډيو او سیمه ییزو هېوادونو افغانستان ته د وارداتو په برخه کې ستونزې کمې، خو د ایران په ګډون نورو هېوادونو ته د صادراتو لپاره د زمینې رامنځته کولو فرصتونه ډېر کم بولي.

دوی زیاتوي، تر هغو چې سرپرست حکومت د صادراتو او وارداتو توازن ته جدي کار ونه کړي، افغانستان به بیا هم د یوه مصرفي هېواد په توګه پاتې، پر نورو تکيه او له نه احساسېدونکې اقتصادي ودې برخمن وي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « موږ د افغانستان د اړتیا وړ توکو په واردولو کې نه له ایران او نه هم له کوم بل هېواد سره ستونزه لرو، بلکې زموږ اساسي ستونزه د صادراتو په برخه کې ده. دا چې اوس موږ له ایران له ۳ میلیاردو زیات واردات لرو، که ایران هم د افغانستان یوه اندازه صادرات ومني، بې له شکه چې دا به هم د افغانستان او هم د ایران په ګټه وي.»

د اقتصادي چارو شنونکی نور الله عزیز وايي: « د افغانستان لپاره ایران سره د تجارت ترڅنګ د ټرانزیټ بحث هم ډېر مهم دی. موږ له دې لارې کولی شو نورو هېوادونو ته لاره پيدا کړو او یا هم د ایران توکي د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته انتقال کړو. د پانګونې بحث هم ډېر مهم دی او باید له ایران سره پرې تمرکز وشي؛ که دا په افغانستان کې د ایران مخامخ پانګونه وي یا هم د افغان توکو لپاره د ایران په بازارونو کې د تقاضا پیدا کول وي. دا ټول په خپله برخه کې د افغانستان د اړیکو پیاوړتیا لپاره ډېر مهم دي.»

په ورته مهال، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ایران فورم څلورمې ناستې کې د ګډون پر مهال ویلي، د اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره په اړيکو کې متوازن سیاست او اقتصاد محوره تعامل پالیسي غوره کړې چې پر اساس يې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتنه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist