Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/21

د لوی اختر په را رسېدو سره ډاکټران د کانګو ناروغۍ د احتمالي زیاتوالي په اړه خبر ورکوي.

 دا چې کانګو  له څارویو انسانانو ته انتقالېدای شي، نو ډېر کله د لوی اختر په را رسېدو او د څارویو قرباني کولو پرمهال پراختیا مومي.

د بلخ عامې روغتیا ریاست د انتاني څانګې ډاکټران وایي، تېرو پنځو میاشتو کې په دې ولایت کې پر کانګو ناروغۍ ۳۰ کسان اخته شوي او د څلورو کسانو ژوند یې اخیستی دی.

د بلخ ولایت د انتاني څانګې مسوول ډاکټر نورالحق سیغاني وايي: « د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې شاوخوا ۳۰ تنو مراجعه کړې چې له ډلې د ۸ تنو راپور مثبت ختلی، ۳ تنه مو فوتي لرل، یو ناروغ کابل ته واستول شو، خو خبر شوم چې هغه هم ژوند له لاسه ورکړی. زموږ لویه ستونزه دغو ناروغانو ته د وینې پیدا کول دي. بله دا چې اکثریت یې پایوازان نه لري او که ويې هم لري، باید له پنځو تر شپږو کسانو وینه واخیستل شي. اکثریت ناروغان له دې امله ژوند بایلي چې وینه نه شي پیدا کولی.»

د انتاني څانګې ډاکټر مصطفی خوشیوال وايي: « دا ناروغۍ د څارویو له کنې یا کیک انتقالېږي؛ هغه کسان چې شغل قصابي، پوست جلابي او دهقاني وي یا له څارویو سره کار لري، دا کسان تر نورو ډېر پرې اخته کېږي.»

د کانګو تبه یوه وژونکې ناروغي ده چې له څارویو سره تماس او له غوښې د ګټې اخیستنې پرمهال انسان ته انتقالېږي.

که څه هم په دې روغتیایي مرکز کې پر کانګو اخته کسان د یادې ناروغۍ  په نښو نښانو او لېږدېدلو خبرې کوي، خو ډاکټران بیا په دې روغتون کې د هر راز خدماتو د وړاندې کولو ډاډ ورکوي.

په کانګو ناروغۍ یوتن اخته ناروغ محمد آصف وايي: « دوې اوونۍ کېږي چې تبه راباندې راغلې، ورپسې مې له پوزې وینې راغلې؛ بیا روغتون ته راغلم او درې ورځې کېږي چې بستر یم. اوس شکر څه ناڅه ښه یم.»

د انتاني څانګې ډاکټر عبدالصبور حقمل وايي: « دلته په ټاکلي وخت تطبیقات کېږي، مؤظف نرسان شته او خدمات وړاندې کوي. په کانګو اخته ناروغان تبه او له دوو اوونیو وروسته خونریزي لري؛ دا یې عامې نښې دي. بله نښه یې دا ده چې کبدي انزایمونه یې پورته ځي او پلټ لېټ یې ښکته کېږي.»

په ورته مهال د  بلخ عامې روغتیا مسوولین که څه هم د کانګو  له زیاتوالي خبر ورکوي، خو وایي بلخ کې تازه د یادې ویروسي ناروغۍ  د درملنې لپاره ۲۰ بستریز روغتون جوړ شوی او له کانګو سره د مبارزې لپاره یې د عامه پوهاوي یو لړ پروګرامونه هم پیل کړي دي.

د بلخ عامې روغتیا ریاست ویاند کمال خان ځدارڼ وايي: « موږ د دې لپاره د کلیو له ملا امامانو او دغه راز له قصاباتو سره د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي، ترڅو د دوی له لارې خلک له دې ناروغۍ وژغورو. دغه راز په روغتیايي مرکز کې د دې ناروغانو لپاره یو ۲۰ بستریز ځای جوړ شوی او ډاکټران په کې توظیف شوي دي. له خلکو مو هیله ده چې د کانګو پر ناروغۍ اخته کسانو ته تازه وینه ورکړي او ژوند یې وژغوري.»

له کانګو سره د مبارزې لپاره د بلخ کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین هم د یو لړ پروګرامونو یادونه کوي او ډاډ ورکوي  چې د څارویو لپاره یې د واکسین کمپاین پیل کړی دی.

د بلخ کرنې او مالدارۍ رییس محمد موسی مبین وايي: « موږ څه ناڅه واکسین لرو او هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې نور واکسینونه به هم پیدا کړو، له موسساتو مو په دې اړه غوښتنه کړې. باید د دې ناروغۍ مخنیوی وکړو، دا داسې ناروغي ده، که یې مخه ونه نیول شي، تلفات یې ډېرېږي. موږ له خلکو غوښتنه کوو، که په خپلو څارویو کې د دې ناروغۍ نښې ویني، زموږ د مالدارۍ له آمریت سره دې اړیکه ونیسي، ترڅو یې مخه ونیسو.»

د کانګو وژونکې ناروغي د لومړي ځل لپاره په روسیه او اوکراین کې وموندل شوه او په وروستیو کلونو کې یې افغانستان کې هم یو لړ مثبتې پېښې ثبتې شوې چې د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنې یې له ځان سره راپورته کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist