• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په رسمي سفر چین ته تللی 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په رسمي سفر چین ته تللی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/21

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د «تهران خبرو اترو فورم» کې له ګډون وروسته په رسمي سفر د چین پلازمېنې بېجینګ ته تللی دی.

بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، متقي د دې سفر په لړ کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزې درې ورځنۍ ناسته کې د ګډون ترڅنګ له خپل چینايي سیال سره پر دوه اړخیزه ناسته کې د دواړو خواوو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

دغه درې اړخیزه ناسته د سه شنبې پر ورځ پیل شوې.

د خبرپاڼې یوه برخه: « په پام کې ده چې د هېواد بهرنيو چارو وزير به له خپل چينايي سيال ښاغلي وانګ ‌يي سره پر دوه اړخيزو سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړيکو د خبرو ترڅنګ، د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو سره په مشترکه ناسته کې هم خبرې ولري.»

د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار هم د دوشنبې په ورځ چین ته تللی، تر څو په یاده درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي چې د بحث اصلي محور یې سیمه ‌ییز امنیت او سوله ده.

دغه ناسته د درې اړخیزو ګټو اړوند موضوعاتو په برخه کې د ګډو همکاریو او خبرو اترو د پیاوړتیا هڅه هم بلل شوې چې د یادو مواردو ترڅنګ په کې پر ترهګریزو اندېښنو، بنسټیزې پراختیا، د سیمه ‌ییزې سوداګرۍ پر ودې او د امنیتي او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا هم بحثونه کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی مرتضی مطهري وايي: « چین په تېرو درېیو کالو کې تل د افغانستان له خلکو او د اسلامي امارت له حکومت سره ښې اقتصادي اړیکې لرلې او دغه همکارۍ به د بهرنیو چارو وزارت مقام په سفر سره لا پیاوړې شي. موږ له نړۍ سره د اسلامي امارت د لا ډېرو اړیکو جوړېدو غوښتنه کوو. په ځانګړې توګه، هرڅومره چې د افغانستان اسلامي امارت او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شي، موږ به په افغانستان کې د لا ښه اقتصادي او سیاسي وضعیت لیدونکي اوسو.»

 ځینې نور بیا له سیمې او ګاونډ سره د ډېپلوماټیکو او سیاسي اړیکو د جوړولو په موخه د سرپرست حکومت وروستۍ هلې ځلې ستايي او د ډېپلوماسۍ له لارې د ملي ګټو خوندي کول د بهرنیو چارو وزارت له اصلي دندو بولي.

دوی په بېجینګ کې د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې ناستې جوړېدل د درې واړو خواوو ترمنځ د اړیکو په رغښت او د واټنونو راکمولو په موخه مهم ګام بولي.

د سیاسي چارو شنونکی فیض‌محمد ځلاند وايي: « د بهرنیو چارو وزارت دنده همدا ده چې ډېپلوماسي وکړي او له دې لارې د خپل هېواد یا نورو هېوادونو ملي ګټې خوندي کړي او په لویه کې د سیمې او نړۍ په ګټو کې خپلې ګټې را ونغاړي. دا چې په چین کې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه ناسته کېږي، دا یو مهم ګام دی او د دغو درېیو هېوادونو ترمنځ به اړیکې ورغوي، شته واټن به راکم کړي او په لویه کې به په سیمه کې همکارۍ لا پياوړې کړي.»     

د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې له دې وړاندې د روانې مې میاشتې پر ۱۰ هم په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او افغانستان لپاره د پاکستان او چین ځانګړو استازو ترمنځ درې اړخیزه ناسته ترسره شوې وه.

په دې ناسته کې د نورو مواردو ترڅنګ درې واړو اړخونو په راتلونکي کې د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې ناستې په جوړېدو سلا شوي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي

مې 21, 2025
نعیم وردګ: د مرکزي او سوېلي آسیا هېوادونه دې له افغانستانه د اتصال ټکي کار واخلي
افغانستان

نعیم وردګ: د مرکزي او سوېلي آسیا هېوادونه دې له افغانستانه د اتصال ټکي کار واخلي

مې 21, 2025
کار او ټولنیزو چارو وزارت یو شمېر هېوادونو ته د افغان کارګرو استولو خبر ورکړ
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت یو شمېر هېوادونو ته د افغان کارګرو استولو خبر ورکړ

مې 20, 2025
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یوه پلاوي پر مشرۍ ایران ته رسېدلی
افغانستان

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یوه پلاوي پر مشرۍ ایران ته رسېدلی

مې 20, 2025
متقي: د سيمه ‌ييز پيوستون پر نقطې د افغانستان بدلېدو شرايط برابر شوي
افغانستان

متقي: د سيمه ‌ييز پيوستون پر نقطې د افغانستان بدلېدو شرايط برابر شوي

مې 20, 2025
د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی
افغانستان

د بشر حقونو څار سازمان: هغه افغانې کورنۍ د عدالت په تمه دي چې غړي یې بهرنیو ځواکونو وژلي

مې 20, 2025

وروستي خبرونه

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025
خوست کې زرګونه ښځې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

خوست کې زرګونه ښځې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

مې 21, 2025
کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي

کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي

مې 21, 2025
عامې روغتیا وزارت: له بې کیفیته درمل تولیدوونکو او واردوونکو شرکتونو سره قانوني چلن کوو

عامې روغتیا وزارت: له بې کیفیته درمل تولیدوونکو او واردوونکو شرکتونو سره قانوني چلن کوو

مې 21, 2025
نعیم وردګ: د مرکزي او سوېلي آسیا هېوادونه دې له افغانستانه د اتصال ټکي کار واخلي

نعیم وردګ: د مرکزي او سوېلي آسیا هېوادونه دې له افغانستانه د اتصال ټکي کار واخلي

مې 21, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist