د کانونو او پټرولیم وزارت وزارت سرپرست هدایت الله بدري د يوه پلاوي پرمشرۍ د دوشنبې پر ورځ د (۱۴۰۴ کال د غويي پر ۲۹ مه) ایران ته ولاړ.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان وايي، په پام کې ده چې بدري د کاني موادو د کارپوهانو او څېړونکو دویمې نړیوالې غونډه کې ګډون وکړي.
افغان په دې اړه وايي:« د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملاهدایت الله بدري د مل پلاوي په ګډون د دوشنبې په ورځ د یوه رسمي سفر په ترڅ کې ایران ته روان شو. تمه ده چې په دې سفر کې به د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په یاد هېواد کې د کاني موادو د کارپوهانو او څېړونکو دویمه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي او د دې تر څنګ به د بېلابېلو شرکتونو له استازو او پانګوالو سره هم وګوري چې په دغو لیدنو کې به د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، د افغانستان په کاني ظرفیتونو، د کانونو په برخه کې د پانګونې په شته فرصتونو بحث او خبرې وکړي.»
ټاکل شوې ده چې دغه غونډه نن سه شنبه پيل شي او په کې به پر ګډونوالو سربېره د افغانستان پلاوی هم د سوداګرۍ اسانولو او پانګونې جلب په اړه خپل مسايل مطرح کړي.