په ننګرهار ولایت کې د هغو ټرانسپورټي وسایطو د نیولو او راټولولو کمپاین پیل شو چې اسناد نه لري او په غیر قانوني توګه چلول کېږي.
د ننګرهار د ټرافیکو مدیریت مسوولین وايي، دغه کمپاین ښار کې د ټرافیکي نظم راوستلو او جرمونو کچې کمېدلو په موخه پيل شوی او تر اوسه یې لسګونه موټر نیولي دي.
د ننګرهار د ټرافیکو مدیر نورجهان جواد وايي: « لکه څنګه چې تاسو وینئ، تر سلو پورې وسایط مو نیولي دي او دا لړۍ به تر هغه وخته روانه وي چې دا غیرقانوني وسایط مو بند او ټول کړي نه وي.»
د جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي له دې کمپاین خوښ دي او وايي، اوس مهال په ښار کې ټرافیکي بې نظمي د همدغو غیر قانوني وسایطو د ګرځېدو له امله رامنځته شوې.
دوی د دې کمپاین د دوام ترڅنګ په ټولو نقلیه وسایطو لرونکو باندې غږ کوي چې په قانوني ډول دې فعالیت وکړي.
د ننګرهار اوسېدونکی الله داد وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې هرڅوک له قانون سره ځان عیار کړي. که لایسنس نه لري جوړ یې کړي او که موټر یې اسناد نه لري باید اسناد ورته واخلي او که غیر قانوني وي یا سټېکر لري، باید ځان په قانون برابر کړي.»
د ننګرهار یو بل اوسېدونکی صداقت وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې د لغمان وسایط لغمان او د کونړ وسایط کونړ ته لاړ شي. که څوک د موټر چلولو جواز نه لري، باید وایې خلي، ترڅو ټرافیکي پېښې او غیر قانوني چارې ختمې شي.»
د ننګرهار اوسېدونکی ګل رحمان وايي: « د ټولو دنده باید دا وي چې د خپلو موټرو اسناد پاک کړي، لایسنس واخلي او ځان په قانون برابر کړي، بیا موټر وچلوي.»
د ټرافیکو مدیریت د مسوولینو په خبره، د غیر قانوني نقلیه وسایطو د نیولو کمپاین به تر هغو روان وي چې ننګرهار کې ټرافیکي نظم ټینګ او غیرقانوني وسایط ختم شي.
د ننګرهار د ټرافیکو مدیر نورجهان جواد په دې اړه وايي: « زه پر ټولو وسایط لرونکو باندې غږ کوم چې له نن وروسته غیر قانوني موټرې ښار ته راتګ او یا هغه رېکشاوې چې د نورو ولایتونو دي او دلته ښار کې چلېږي، باید را نه شي او په جدي توګه بند دي.»
د ننګرهار ولایتي مسوولینو د غیر قانوني وسایطو د نیولو کمپاین داسې مهال پیل کړی چې ښار کې د ټرافیکي بې نظمۍ او ګڼه ګوڼې له امله ډېر کله واټونه د اوږده وخت لپاره بند وي او خلک نه شي کولی خپلو ورځنیو چارو ته په وخت رسېدنه وکړي.