د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کازان په شپاړلسم اقتصادي فورم او له هغه وروسته ناستو کې له ګډون وروسته، شنبه د شپې ناوخته هېواد ته راستون شو.
په دې څلور ورځنۍ ناسته کې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو استازو ګډون کړی و چې په څنډه کې يې د افغان-روسيې اقتصادي فورم هم پرانيستل شو او د دواړو هېوادونو چارواکو په کې پر ګډو سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړې.
ملا عبدالغني برادر اخوند چې په کازان اقتصادي فورم کې یې د افغان پلاوي مشري کوله وايي، د تاتارستان او روسیې له چارواکو سره د کرنیزو او صنعتي محصولاتو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګمرکي موضوعاتو پر ودې غږېدلی.
برادر په دې اړه وايي:« کوم مجلسونه چې د تاتارستان او موردوویا له صدراعظمانو سره وشول، د کرنیزو او صنعتي محصولاتو په اړه ډېرې ګټورې او خوندورې خبرې په کې وشوې. د روسیې فېډراسیون د صدراعظم له دوو مرستیالانو سره مو د تجارت، ټرانزیټ او ګمرکي مسایلو په اړه خبرې وکړې.»
همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست چې په دې سفر کې یې د ملا برادر ملتیا کوله وايي، په کازان اقتصادي فورم کې دواړو خواوو د اقتصادي مسایلو او د صادراتو او وارداتو د کچې لوړولو ترڅنګ پر یو لړ مهمو موضوعاتو توافق هم وکړ.
نورالدین عزیزي زياتوي، د دواړو خواوو په همغږۍ هوکړه شوې چې په راتلونکي کې د افغانستان د سوداګرۍ د ودې لپاره ګډ پروګرام ترتیب کړي.
عزیزي په دې اړه وايي:« ځینې هوکړې چې په دې سفر کې وشوې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو ښه کولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د سطحې لوړولو او د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو او دغه راز د یوه تجارتي، ټرانزیټي او پانګونې اړوند هوکړه لیک پر جوړولو هوکړه وشوه. د دې هوکړې له مخې به په افغانستان او روسیه کې د دواړو هېوادونو د پانګوالو خاص ملاتړ کېږي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په خبره، روسیې ته د ټرانزيټ، بانکي مسایلو او دغه هېواد ته د افغاني محصولاتو د صادراتو پر وړاندې د شته خنډونو لرې کولو په اړه د ډاډ تر لاسه کېدو سره څنګ کې، روسي لوري وړاندیز کړی چې له دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز معاملات د ډالرو پر ځای پر خپلو پولي واحدونو وکړي.
نوموړی دغه راز وايي، څو روسي شرکتونو په افغانستان کې د معدني او هایدروکاربن موادو د استخراج او پروسېس او په افغانستان کې د ښار ګوټو جوړونې په برخه کې د پانګونې لپاره هم چمتووالی ښودلی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دې اړه وايي: « د معدني موادو او هایدرو کاربنونو د استخراج او پروسېس او دغه راز په افغانستان کې د ښارګوټو او ښارونو جوړولو په برخه کې روسي شرکتونو چمتوالی وښود او په نږدې راتلونکي کې به روسي شرکتونه په دې برخه کې ونډه واخلي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په خبره، د روسیې دولتي شرکتونو د صادراتو د کیفيت لوړولو په برخه کې افغان لوري ته د روزنې او د افغان ټرانس رېل پټلۍ د غځولو په برخو کې هم لېوالتیا ښودلې.