• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هند خلکو او حکومت له پاکستانه راشړل شویو افغانانو سره د مرستو لړۍ پيل کړه

د هند خلکو او حکومت له پاکستانه راشړل شویو افغانانو سره د مرستو لړۍ پيل کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/19

د هند خلکو او حکومت له لوري په ځانګړې توګه له پاکستانه راستنو شویو افغانانو لپاره د خوراکي توکو مرستې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري په ۵ زرو کورنیو وېشل کېږي.

د هند د مرستو وېشلو دغه لړۍ د یکشنبې پر ورځ(د غويي ۲۸ مه) ۳۰۰ کورنیو ته د موادو په وېشل پيل شوه.

د یاد وزارت سرپرست په دې اړه د پیغام په خپرولو سره د هند د مرستو ستاينې ترڅنګ وایي، د امریکا له لوري د ايستل کېدو له ګواښ سره مخ ۱۴ زره افغانان به هم په ورين تندي ومنل شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ذاکرالله ذاکر وايي: « له تېرو څو میاشتو راهیسې چې د افغان مهاجرو اجباري ایستل پیل شوي، موږ هڅه کوو چې له مختلفو لارو د خپلو هېوادوالو اړتیاوې پوره او ستونزې یې کمې کړو. تاسو به اورېدلي وي چې امریکا هم غواړي شاوخوا ۱۴ افغان کډوال وباسي، دا ټول افغانان دي او زموږ وروڼه دي، په ورین تندي یې هرکلی کوو، په خیر دې راشي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري رییس کلیم الرحمان فاني وايي: « بلاتفکیک هر هغه څوک چې په دې باب کې موږ سره مرسته او همکاري کوي، موږ ترې مننه کوو. موږ په داخل او خارج کې په خپلو هېوادوالو  او نورو ممالکو باندې غږ کوو چې په دې مشکل کې افغانانو سره یو لاس شي.»

په دې مرستو کې چې غوړي، لوبیا، مکروني او نور بېلابېل خوراکی توکي شامل دي، د هرې کورنۍ لپاره د شاوخوا ۴ زره افغانیو په ارزښت ووېشل شول.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په دې اړه وايي: « دا مرستې تقریبا ً د ۵ زرو کورنیو لپاره دي چې نن د پيل په ورځ به یوازې ۳۰۰ کورنیو ته ووېشل شي او په راتلونکو ورځو کې به د کابل ښار او نږدې ولسوالیو ۵ زرو کورنیو ته ووېشل شي. د دې مرستو یوه بسته له ۳.۵ تر ۴ زره افغانیو ارزښت لري.»

بله خوا، د مرستو ترلاسه کوونکي د مرستو د وېش له بهیره خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې د دا ډول مرستو پر ځای دې کاري فرصتونه ورته برابر شي؛ ترڅو په دوامداره توګه د خپلو کورنيو اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

د کابل اوسېدونکی ویس محمد وايي: « موږ له دې کار ډېر خوښ یو. هر ډول کار چې وي زموږ خپل هېواد کې دې وي. موږ نه غواړو چا ته د مرستې لاس اوږد کړو، بلکې غواړو کار وکړو، هر کار چې وي کولی یې شو.»

د کابل اوسېدونکی عبدالصمد وايي: « زه له دې مرستو خوښ یم، لګښتونه ډېر دي او د کورنۍ غړي هم زیات دي، ټوله ورځ کار کوم، خو ۱۰۰ افغانۍ ګټم، څه نه ترې جوړېږي.»

له دې سربېره، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وایي، د کډوالو پر لوړه کچه راستنېدل یو ځوروونکی حالت دی او په خبره يې، نړیوال مرستندویه بنسټونه دې په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دوی زياتوي، د راستنېدونکو دایمي مېشتېدنې لپاره یې په بېلابېلو ولایتونو کې د ۵۸ ښارګوټو جوړول هم په پام کې نیولي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار کې د غیرقانوني وسایطو ټولولو کمپاین پیل شو
افغانستان

ننګرهار کې د غیرقانوني وسایطو ټولولو کمپاین پیل شو

مې 19, 2025
د خووړو نړيوال پروګرام  تېرو شپږو مياشتو کې ميليونونه اړمنو افغانانو ته مرستې رسولي
افغانستان

ډبیلو.اېف.پي: د ۳ میلیونه اړمنو افغانانو له ډلې یوازې یو میلیون ته مرستې چمتو کولی شو

مې 19, 2025
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي
افغانستان

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

مې 19, 2025
د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی
افغانستان

د متقي او عراقچي لیدنه؛ د افغان کډوالو پر تدریجي ستنولو هوکړه شوې

مې 19, 2025
ملا برادر کازان ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بولي
افغانستان

ملا برادر کازان ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بولي

مې 19, 2025
کندهار کې د توتانو مېله؛ یو شمېر کسانو ته د عاید سرچینه برابره شوې
افغانستان

کندهار کې د توتانو مېله؛ یو شمېر کسانو ته د عاید سرچینه برابره شوې

مې 18, 2025

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د غیرقانوني وسایطو ټولولو کمپاین پیل شو

ننګرهار کې د غیرقانوني وسایطو ټولولو کمپاین پیل شو

مې 19, 2025
عزیزي: بهر ته د لرغونو آثارو د قاچاق مخه نیول شوې

عزیزي: بهر ته د لرغونو آثارو د قاچاق مخه نیول شوې

مې 19, 2025
د هند خلکو او حکومت له پاکستانه راشړل شویو افغانانو سره د مرستو لړۍ پيل کړه

د هند خلکو او حکومت له پاکستانه راشړل شویو افغانانو سره د مرستو لړۍ پيل کړه

مې 19, 2025
د خووړو نړيوال پروګرام  تېرو شپږو مياشتو کې ميليونونه اړمنو افغانانو ته مرستې رسولي

ډبیلو.اېف.پي: د ۳ میلیونه اړمنو افغانانو له ډلې یوازې یو میلیون ته مرستې چمتو کولی شو

مې 19, 2025
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

مې 19, 2025
د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی

د متقي او عراقچي لیدنه؛ د افغان کډوالو پر تدریجي ستنولو هوکړه شوې

مې 19, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist