• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د توتانو مېله؛ یو شمېر کسانو ته د عاید سرچینه برابره شوې

کندهار کې د توتانو مېله؛ یو شمېر کسانو ته د عاید سرچینه برابره شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/18

په کندهار ولایت کې د توتانو ټولوونکي او پلورونکي وايي، په دې موسم کې هر کال سلګونه ځوانان له بې کارۍ خلاصېږي او د توتانو په پېر او پلور بوخت وي.

دوی دغه کاري فرصتونه لنډ مهاله بولي خو زیاتوي چې د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره یې ډېر مهم دي.

توت پلورونکی حافظ الله وايي: « زه دا توتان له ارغنداب راوړم، لومړی ترې لرګي او پاڼې پاکوم بیا یې په بازار کې خرڅوم، ترڅو خپل ورځنی ژوند وچلوم.»

د کندهار په لرو پرتو سیمو کې توتان وړیا ترلاسه کېږي خو مرکز او نورو ولایتونو ته د خرڅلاو لپاره یې سلګونه ځوانان په راټولولو بوخت دي.

توت ټولوونکی احمدالله وايي: « شکر دی ډېر خوښ یم، دا ځوانان له ارغنداب توتان راوړي او موږ یې دلته پلورو. موږ هم له دې لارې ۲۰۰  یا ۳۰۰ افغانۍ پیدا کوو، دوی هم.»

توت پلورونکی جانان آغا وايي: « توتان سږ کال ښه دي، اوبه یې ډېرې دي. کله چې کال آباد وي مېوه یې هم ښه وي. کاروبار یې هم ښه دی، خلک یې اخلي.»

توت اخیستونکي هم د کندهار توتان په مزه کې بې جوړې ګڼي او زیاتوي، په دې موسم کې د کندهار توتانو خوړولو او پېرلو لپاره د ولایت مرکز ته راځي.

د توتانو یو مینه وال حاجي ملال وايي: « موږ له هلمند راغلي یو، ترڅو په کندهار کې د توتو مېله وکړو. که څه هم سږ کال بې وخته بارانونو توتانو ته تاوان ورساوه، خو بیا هم ښه توتان پیدا کېږي.»

د توتانو خوښوونکی فېروز جان وايي: «زه هم هلمند څخه کندهار ته د توتانو لپاره راغلی یم. دلته د کندهار توتان نوم لري، حتا په دې باراني موسم کې هم ښه توتان پیدا کېږي. موږ هرکله د توتو په موسم کې راځو.»

توت د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې پیدا کېږي خو د ارغنداب ولسوالۍ توتان په مزه او قېمت کې تر نور غوره ګڼل کېږي.

سپین توت، بې دانه توت، کابلي توت، خالنجي توت او شاه توت په کندهار کې د توتانو له مشهورو ډولونو دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist