• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی

د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/18

له هېوادونو سره د اړیکو پراخولو د هڅو پر دوام، تازه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د یوه لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ ایران ته تللی.

ټاکل شوې په دې سفر کې متقي د تهران خبرو اترو په فورم کې د ګډون ترڅنګ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه له ايراني چارواکو سره لیدنې ولري.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي د ايران اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير محترم ډاکټر سيد عباس عراقچي په رسمي بلنه هغه هېواد ته روان شو. په دې پلاوي کې چې د اقتصاد وزارت مرستيال ډاکټر عبداللطيف نظري هم شامل دی، په پام کې ده چې د هېواد د بهرنيو چارو وزير تهران د خبرو اترو فورم کې د ګډون ترڅنګ خپل ايراني سيال او نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري او پر دوو اړخيزو اړيکو خبرې وکړي.»      

د «تهران خبرو اترو فورم» د روانې زېږدیزې میاشتې پر ۱۸مه او ۱۹مه په ایران کې ترسره کېږي. ټاکل شوې متقي په دې دوه ورځنۍ ناسته کې له ګډون وروسته چین ته هم سفر ولري.

د یادو شویو موخو ترڅنګ، ایران او چین هېوادونو ته د سفر نورې موخې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو وده، د افغان کډوالو او سرحدونو مسایل، ګډې سیمه ‌ییز پروژې او د افغانستان او ایران ترمنځ د امنیتي، سیاسي او ډېپلوماټیکو اړیکو پياوړتيا پر سر خبرې اترې بلل شوې دي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « ایران ته د ښاغلي متقي سفر د افغانستان له اسلامي امارت سره د ایران د تعامل نښه او دغه راز په نړیواله ناسته کې د افغانستان د پلاوي ګډون هم څرګندوي چې لاهم نړیواله ټولنه د افغانستان د خلکو او اسلامي امارت غږ اوري.»  

د نورو هېوادونو په پرتله ایران د افغانستان د لودېځ ګاونډي په توګه په تېرو نږدې څلورو کلونو کې داسې مهال له سرپرست حکومت سره تر یو بریده عادي اړیکې پالي چې سرپرست حکومت په دې موده کې د نړیوال تعامل او مشروعیت په لټه کې دی.

په همدې موخه، د افغانستان او ایران چارواکو په ځلونو په ایران او افغانستان کې له یو بل سره لیدلي چې وروستۍ هغه یې د تېرې سلواغې میاشتې پر ۷ مه کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سفر و.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دا سفر د دې نمایندګي کوي چې افغانستان په ډېپلوماټیک او بهرني سیاست کې بریالیتوب ترلاسه کړی او په سیمه هم اغېز کوي. له دې سربېره چې دوی به تر ډېره پر اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي مسایلو خبرې وکړي، خو په سیاسي مسایلو هم خبرې کېږي او ښايي ځینې پروټوکولونه هم لاسلیک کړي. په سیمه او نړۍ کې وروستي سفرونه او په ځانګړې توګه منځني ختیځ ته شوي سفرونه او دغه راز افغانستان ته د روسیې ازبېکستان او چین د استازو راتګ ته په کتو، له سیاسي پلوه هم ډېر زیات اهمیت لري.»             

د سیاسي چارو شنونکی معین ‌ګل څمکنی وايي: « د حکومت بهرنۍ پالیسي چې هغه متوازنه، بېطرفه او اقتصادي محوره پالیسي ده، هېڅ هېواد باید له دې وېره ونه لري. موږ بله لار نه  غوره کوو، زموږ همدا لاره ده چې له ټولو هېوادونو سره اوږه په اوږه د سیمې د ثبات لپاره کار کوو.»         

له دې وړاندې بهرنیو چارو وزرات سرپرست د جمعې په ورځ د هند له بهرنيو چارو وزير سوبرامانیم جی ‌شنکر سره هم ټیلیفوني خبرو کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د همکارۍ پر پراختیا غږېدلی و.

ایران ته د بهرنیو چارو وزارت سفر داسې مهال دی چې ټاکل شوې مولوي امیرخان متقي روانه اوونۍ چین او یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفرونه ولري، خو تر دې دمه له چین پرته کوربه هېوادونو نومونه او د سفر اجنډا او موخې نه دي په ډاګه شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د توتانو مېله؛ یو شمېر کسانو ته د عاید سرچینه برابره شوې
افغانستان

کندهار کې د توتانو مېله؛ یو شمېر کسانو ته د عاید سرچینه برابره شوې

مې 18, 2025
هرات کې د ورېښمو چینجي روزلو صنعت کمرنګه شوی
افغانستان

هرات کې د ورېښمو چینجي روزلو صنعت کمرنګه شوی

مې 18, 2025
د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو
افغانستان

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

مې 17, 2025
امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ
افغانستان

امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ

مې 17, 2025
د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي
افغانستان

د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي

مې 17, 2025
ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ
افغانستان

ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ

مې 17, 2025

وروستي خبرونه

کندهار کې د توتانو مېله؛ یو شمېر کسانو ته د عاید سرچینه برابره شوې

کندهار کې د توتانو مېله؛ یو شمېر کسانو ته د عاید سرچینه برابره شوې

مې 18, 2025
هرات کې د ورېښمو چینجي روزلو صنعت کمرنګه شوی

هرات کې د ورېښمو چینجي روزلو صنعت کمرنګه شوی

مې 18, 2025
هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې

هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې

مې 18, 2025
خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

مې 18, 2025
د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی

د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی

مې 18, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist