• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل او نوي ډيلي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتيا هيله ښودلې

کابل او نوي ډيلي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتيا هيله ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/17

د سیمې پر کچه هند یو له هغو هېوادونو دی چې په وروستیو کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره يې سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړې دي.

تازه د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د هند له بهرنيو چارو وزیر جی شنکر سره ټیلیفوني خبرې کړې او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سوداګرۍ او د ډېپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو یې بحث کړی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل وايي:« په دې مکالمه کې د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، تجارت او د ډېپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو خبرې وشوې. د هند د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جی شنکر هم له افغانستان سره د هند اړیکې تاریخي وبللې او زیاته یې کړه چې هېواد به يې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او په سیاسي او اقتصادي برخو کې يې پر ګډ کار ټينګار وکړ.»

د دې خبرو اترو په اړه د هند بهرنیو چارو وزیر جی شنکر پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، په دېه ټیلیفوني مکالمه کې یې د ګډې همکارۍ د لا پراختیا لارې او وسایل څېړلي او ترڅنګ یې د پرمختیايي اړتیاوو په برخه کې د دوامداره ملاتړ ټینګار کړی دی.

شنکر زیاته کړې: « هغه وروستۍ هڅې چې د هند او افغانستان ترمنځ یې د بې‌ باورۍ فضا رامنځته کړې وه، پر درواغو او بې ‌اساسه راپورونو ولاړې وې، موږ یې کلک رد ته ښه راغلاست ووایه. ما د افغان ولس سره زموږ دودیزې دوستۍ او د هغوی د پرمختیایي اړتیاوو په برخه کې د دوامداره ملاتړ یادونه وکړه. موږ د ګډې همکارۍ د لا پراختیا لارې او وسایل هم وڅیړل.»

د سیاسي چارو شنونکي د هند او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو رغېدل مهم بولي.

 دوی د افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې لپاره وړاندیز کوي چې سرپرست حکومت باید د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره اقتصاد محوره پالیسۍ او متوازن سیاست پرمخ یوسي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « افغانستان په سیمه کې متوازنه، بېطرفه او اقتصاد محوره پالیسي غوره کړې. دا پالیسي موږ ته اجازه راکوي چې له ټولو هېوادونو سره تفاهم ولرو، له چا سره په ګډ پیمان کې ونه اوسو. په اوسنیو شرایطو کې دا د افغانستان لپاره تر ټولو ښه لاره ده.»

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « که چېرې دغې سیاسي او ډېپلوماټیکې رغونې ته لاره هواره شي، دا به نه یوازې د افغانستان پر ګټه وي، بلکې د هند پر ګټه به هم وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وړ مه ورځ د روسیې په  کازان کې د روسیې او اسلامي نړۍ په ۱۶م نړیوال کنفرانس کې د افغانستان او کوربه هېواد سره د اقتصادي همکاریو پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د شنونکو په باور، دا هڅې د افغانستان د اقتصادي ثبات او پراختیا لپاره خورا موثرې او مثمرې واقع کېدای شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو
افغانستان

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

مې 17, 2025
امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ
افغانستان

امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ

مې 17, 2025
د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي
افغانستان

د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي

مې 17, 2025
ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ
افغانستان

ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ

مې 17, 2025
د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ اړیکې د نږدې کېدو په حال کې دي
افغانستان

د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ اړیکې د نږدې کېدو په حال کې دي

مې 16, 2025
خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې
افغانستان

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025

وروستي خبرونه

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

مې 17, 2025
امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ

امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ

مې 17, 2025
د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي

د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي

مې 17, 2025
ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ

ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ

مې 17, 2025
کابل او نوي ډيلي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتيا هيله ښودلې

کابل او نوي ډيلي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتيا هيله ښودلې

مې 17, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist