د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کازان ۱۶ مې ناستې په څنډه کې د ساختماني او سیمه ییزو پراختیايي چارو کې د روسیې لومړي وزیر له مرستیال سره پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریز مسایلو خبرې کړې.
ملا برادر په دې کتنه کې د روسیې له حکومت غوښتي چې د کابل او مسکو ترمنځ دې د اړیکو مرحله رسمي کچې ته ورسوي، ترڅو په اقتصادي برخه کې د پرمختګونو رامنځته کولو زمينه برابره شي.
ملا برادر د روسیې له لوري د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت نوم لرې کول ستایلي او پر اقتصاد محوره بهرني سیاست یې ټینګار کړی.
د ارګ خبرپاڼې یوه برخه: « اسلامي امارت له روسیې فېډراسیون غواړي چې د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو سطحه لوړه او رسمي مرحلې ته یې داخله کړي، ترڅو له سیاسي ډګر سره څنګ کې په اقتصادي ډګر کې هم د عملي پرمختګونو لیدونکي شو.»
په ورته مهال، د روسیې د لومړي وزیر مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې پر زیاتېدا او بانکي همکاریو ټینګار کړی او د افغان– ټرانس پروژې بشپړول یې مهم بللي.
نوموړې زیاته کړې، د روسیې فېډراسیون چمتو دی چې د شمال – سوېل اقتصادي دهلېز کې افغانستان ته فعاله ونډه ورکړي.
له دې سره سم، یو شمېر روسي رسنیو د روسیې ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله راپور ورکړی چې مسکو غواړي له کابل سره د سیاسي اړيکو د پیاوړي کولو لپاره د سرپرست حکومت نوی سفیر په منلو غور ورکړي.
کابلوف هغه ادعاوې رد کړې چې روسیه هم د باګرام اډې نیولو هوډ لري.
هغه په دې اړه ویلي: « اسلامي امارت روسیې ته نوی سفیر ګومارلی. مسکو پر دغې ګومارنې غور کوي او همداراز د امریکا له لوري د باګرام پوځي اډې له لاسه ورکولو وروسته، روسیه د هغې تر لاسه کولو لپاره هېڅ پلان نه لري.»
بله خوا، د سیاسي چارو کارپوهان په کازان ناسته کې د اسلامي امارت د استازو برخه اخیستل د افغانستان اقتصادي ودې او تعامل لپاره مهم بولي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « دا خبرې کولی شي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره مثبتې پایلې ولري. دغه راز د اقتصادي او بشري مرستو د جلب لپاره هم مهمه ده؛ خو د دغو استازو او پلاویو ترمنځ لیدنې په اوسنيو شرایطو کې د افغانستان رسمیت پېژندلو پورې هېڅ اړه نه لري؛ ځکه چې د څلورو کالو په تېرېدو سره د افغانستان حکومت لاهم سرپرست پاتې دی او د نړیوالو نورمونو او منل شویو تړونونو له مخې، د افغانستان حکومت خپله بڼه نه ده بدله کړې.»
د کازان ۱۶ مه ناسته د مې میاشتې له ۱۳ تر ۱۵ نېټې په تاتاریستان جمهوریت کې جوړه شوه او د ګڼو هېوادونو اقتصادي، فرهنګي او مسلکي برخو استازو په کې ګډون درلود.