د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ایران بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي په رسمي بلنه یاد هېواد ته روان شو.
د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، متقي به د تهران د خبرو اترو فورم کې له ګډون سربېره خپل ايراني سيال او نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري او پر دوو اړخيزو اړيکو به خبرې وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت دویم سياسي رییس ذاکر جلالي بیا ویلي، سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي به د سفر په دې لړۍ کې چین او د سيمې نورو هېوادونو ته هم سفرونه ولري.
جلالي په دې اړه وايي:« په پام کې ده د بهرنيو چارو وزير راتلونکې اوونۍ ايران او چين ته سفرونه وکړي او له هغې وروسته به د سيمې نورو هېوادونو ته هم سفرونه ولري.»
دغه راز جلالي وايي، اسلامي امارت د هېواد د بهرنيو اړيکو له تاريخ په زده کړه او د اوسنيو سيمه ييزو او نړيوالو واقعیتونو په پام کې نيولو او دغه راز د افغانستان له ملي ګټو په روښانه تعريف سره، متوازن سياست غوره کړي چې پربنسټ يې اوسمهال له ګڼو لورو سره فعاله اړيکې لري.
د بهرنيو چارو وزارت دویم سياسي رییس په دې اړه وايي:« اسلامي امارت د هېواد د بهرنيو اړيکو له تاريخ په زده کړه، د اوسنيو سيمه ييزو او نړيوالو واقعیتونو په پام کې نيولو او د افغانستان له ملي ګټو په روښانه تعريف سره یو متوازن سياست غوره کړی چې ټولو لوريو سره پر فعاله تعامل ولاړ دی. د دې سياست پر مټ د افغانستان حکومت اوس مهال له ګڼو لوريو سره فعاله اړيکې لري.»
په ورته مهال، د سياسي چارو شنونکي بیا وايي، د نورو هېوادونو پر وړاندې د اسلامي امارت اوسنۍ سياسي تګلاره اغېزمنه ده.
دوی باور لري چې سرپرست کولی شي د بې طرفۍ او په متقابل احترام ولاړې پالیسۍ پر بنسټ د نړۍ او سيمې له هېوادونو سر تعامل ته ورسيږي.
د سياسي شنونکی عزیز معارج وايي: « ښه خبره ده چې اسلامي امارت د هېوادونو په اړه متوازن، بيلانس لرونکی او بې طرفه سیاست ولري او له یوه هېواد سره داسې اړیکې ونه لري چې د بل هېواد د حساسیت سبب شي. باید له ټولو هېوادونو سره د افغانستان او مقابل طرف ملي ګټو ته په کتو، مساوي اړیکې جوړې کړي. دغه شان اړیکې به په سیاسي، اقتصادي او اجتماعي برخو کې د افغانستان په ګټه وي.»
دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو په مهمو نړيوالو ناستو کې د ګډون په موخه د سيمې يو شمېر هېوادونو ته سفر وکړل.
په دغو سفرونو او ناستو کې تر ډېره د نړۍ له هېوادونو سره د سياسي اړېکو په رغښت او د ډېپلوماټیکو استازوليو پر بېرته فعالولو بحثونه شوي دي.