• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ اړیکې د نږدې کېدو په حال کې دي

د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ اړیکې د نږدې کېدو په حال کې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/16

واک ته د اسلامي امارت له بیاځلې رسېدو وروسته که څه هم د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ اړیکې په خپل عادي حالت کې نه وې، خو د راپورونو پراساس دغه اړیکې اوس د نږدې کېدو په حال کې دي.

یوراسیانټ رسنۍ راپور ورکړی چې د تاجیکستان ولسمشر امام‌علي رحمان پر مشرۍ د تاجیکستان اوسنی حکومت په دې لټه کې دی چې له سرپرست حکومت سره اړیکې ښې کړي،خو په وینا یې دواړه خواوې محتاطانه کار کوي.

راپور کې ویل شوې، د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې دا مهال د تودېدو په حال کې د سرپرست حکومت مو جوده پالیسي او افغانستان ته د تاجیکستاني پلاوي وروستي سفرونه د اړیکو د نږدې کېدو لاملونه بللي.

د راپور یوه برخه:« د افغانستان او تاجیکستان چارواکو د مخالف نظرونو شتون د احتیاطي او کله نا کله د متضادو دریځونو ښکارندوی کوي. د دې ترڅنګ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو تودوالی دامهال له ورایه لیدل کیږي. هغه هېوادونه چې ترمنځ ۱۳۷۴ کېلو متره ګډه پوله لري.»

راپور کې د سرپرست حکومت پر وړاندې د تاجیکستان حکومت  چارواکو په پاروونکو څرګندونو کې بدلون، د اړیکو د پياوړتیا یو بل لوی لامل یاد شوی.

تاجکستان د نورو هغو په څېر هغه هېواد دی چې نه یوازې دا چې اوسنی حکومت یې پر رسمیت نه دی پېژندلی، بلکې په تېرو نږدې څلور کلونو کې یې دفاعي دریځ لرلی.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« ګاونډي هېوادونه هم مجبور دي چې له افغانستان سره اړیکې ولري ځکه اړتیا لري، هم د ترانزیټ له لحاظه، هم له ټولنیز ژوند لحاظه، هم له اقتصادي او هم له سیاسي او امنیتي لحاظه دوی غواړي ډاډمن واوسي. افغانستان هم اړتیا لري، همدا وجوهات دي چې باید اړیکې جوړې شي. نو که اړیکې صادقانه وي، د خپلواکو هېوادونو په توګه وي، د دواړو هېوادونو ملي ګټې په پام کې نیول شوې وي، د نه لاسوهنې اصل باید مراعت کړي، نو په هغه وخت کې کېدی شي چې اړیکې د دواړو هېوادونو پر ګټه دي.»

له دې وړاندې د ریاست الوزار پخواني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ویلي و چې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ سیاسي اړیکې د نږدې ‌کېدو په حال کې دي او په راتلونکې کې یې د دواړو خواوو ترمنځ د رسمي لیدونو د ډېرېدو خبر هم ورکړی و.

بل پلو بیا د سیاسي چارو شنونکي د دواړو خواوو په اړیکو کې مثبت بدلون مهم ګڼي او زیاتوي چې تاجکستان درک کړې چې د افغانستان پر وړاندې مخالف دریځ یې پرګټه نه دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې
افغانستان

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري
افغانستان

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري
افغانستان

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي
افغانستان

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی
افغانستان

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ اړیکې د نږدې کېدو په حال کې دي

د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ اړیکې د نږدې کېدو په حال کې دي

مې 16, 2025
د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

مې 15, 2025
خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist