• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/15

له پاکستان او ايرانه د افغان کډوالو د جبري اخراج پر دوام، د ناروې کډوالو شورا په يوه تازه راپور کې په کور دننه د بې ‌ځايه شویو افغانانو وضعيت کړکېچن بللی.

په دې راپور کې جګړې، اقتصادي بي ثباتي او د اقليمي بدلون ناوړه اغېزې د داخلي بې ‌ځايه کېدو اصلي عوامل ياد شوي  او په کې راغلي چې دامهال په کور دننه له يو ميليون ډېر افغانان لاهم بې‌ځايه شوي او بېرته خپلو مېنو ته د ورګرځېدو لپاره ورته زمينه نه ده برابره شوې.

د راپور یوه برخه:« افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې وګړي يې د جګړو، تاوتريخوالي او طبيعي پېښو لکه سېلابونو، زلزلو او وچکالیو له امله بې ځايه شوي دي. دا پېښې له تېر کال راهيسې اوس هم دوام لري. په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د داخلي بېځایه کېدنو ۳ زره۲۰۰  پېښې ثبت شوې چې له امله یې شاوخوا ۱.۳ ميليون کسان لاهم په داخلي توګه بې ‌ځايه دي.»

د سرپرست حکومت چارواکي دا راپورونه بې اساسه بولي او وايي، داخلي بې ‌ځايه شوي په ښه وضعيت کې دي او ځانګړې پاملرنه ورته شوې.

 دوی له نړيوالو سازمانونو غواړي چې يادو بې‌ ځايه شویو کورنيو ته د لا ښې رسېدنې لپاره ورسره همکاري وکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معين عبداللطيف نظري وايي:« اسلامي امارت د کورنیو بېځایه شویو وضعیت ته جدي او بشپړه پاملرنه لري او زموږ هغه هېوادوال چې د مختلفو ستونزو له امله په داخلي حوزه کې بې ځایه شوي، اوس په مطلوب وضعیت کې دي. موږ غواړو دغو کسانو ته هر اړخیز امکانات برابر او په لاسرسي کې ورکړو.»          

په ورته مهال، د بشري حقونو ځينې مدافعان په دې باور دي چې يو شمېر افغانان څو ځله د بېلابېلو ننګونو له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي.

 دوی له سرپرست حکومت او نړيوالو غواړي له يادو بې ځايه شویو سره مرسته وکړي.

د بشري حقونو مدافع محمد خان طالبي محمدزی وايي: « د کورنیو بېځایه شویو په اړه د افغانستان د اوسني حکومت له خوا د کره او منظیم سیاست نه شتوالي له امله، دغو کسانو ته ګڼ شمېر ننګونې رامنځته شوې دي. نړیوال سازمانونه او ملګري ملتونه باید له اوسني حکومت سره پر ګډه د یوه داسې مکانېزم په جوړولو کار وکړي چې له ثبات او غېزمنتوب برخمن وي.»  

د راپورونو له مخې، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د داخلي جګړو، اقتصادي بې ثباتيو او د اقليمي بدلون ناوړه پايلو له امله يې ډېری وګړي په کور دننه بې ځايه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې
افغانستان

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري
افغانستان

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي
افغانستان

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی
افغانستان

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه
افغانستان

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

مې 15, 2025
خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist