د رياستالوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ حکومتي پلاوی د چهارشنبې پر ورځ د «روسيه او اسلامي نړۍ» په ۱۶م اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه د روسيې کازان ښار ته ولاړ.
چارواکي وايي، دغه پلاوی به په ياد فورم کې له ګډون سربېره د ګډونوالو هېوادونو له مشرانو او استازو سره هم پر شريکو مسايلو وغږېږي.
د اسلامي امارت مرستيال وياند حمدالله فطرت وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان جمهوریت ته روان شو. ټاکل شوې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال پر مشرۍ یاد پلاوی د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د یوشمېر هېوادونو له لوړ رتبه چارواکو سره رسمي لیدنې هم ولري. کازان فورم د روسیې او اسلامي نړۍ تر منځ د اقتصادي همکاریو او هر اړخیزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.»
فطرت زیاتوي، د افغانستان پلاوی به د کازان له ناستې سربېره د روسيې او افغانستان ترمنځ د ګډو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو په اړه هم جلا ناسته ولري.
په ورته مهال، د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره وايي، د کازان په ناسته کې ګډون کوونکی پلاوی به له ګډونوالو وغواړي چې د استادانو روزنې ګډ پروګرامونه جوړ کړي.
یادې ادارې زیاته کړې:« افغانستان د بيارغونې، دوامدارې پراختيا او ټولنيز عدالت په برخه کې کوټلي ګامونه اخيستي. په دې ناسته کې له ګډونوالو هېوادونو غواړو چې د تعليمي نصاب د پراختيا، د ګډو ابتکاراتو اړوند مرکزونو جوړولو، د لابراتوارونو د تجهيز او د حلال صنعت د ودې په برخو کې د افغانستان له تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سره همکاري وکړي.»
بله خوا د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په ازبېکستان کې د دې هېواد د اوبو له وزير سره ليدلي او د امو سيند د غاړو پر استحکام او د اوبو پر مديريت یې خبرې کړې.
د ابو او انرژۍ وزارت وياند مطیعالله عابد وايي: « د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور ازبېکستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د اوبو له وزیر سره وکتل او د امو سیند د تحکیماتو او اوبو د مدیریت په هکله یې خبرې وکړې. د دې لیدنې په لړ کې دواړو غاړو ژمنه وکړه چې د اوبو په برخه کې تخنیکي ټیمونو ته د همکارۍ زمینه برابروي، ترڅو دواړه هېوادونه د اوبو له سرچینو اغېزناکه ګټه واخلي.»
له دې سره، د اقتصادي چارو شنونکي روسيې او ازبېکستان ته د پلاويو سفر د اقتصادي مسايلو ترڅنګ د افغانستان او هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو په پياوړتيا کې هم مهم يادوي.
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « په نړیوالو فرمونو کې ګډون به نه یوازې دا چې افغانستان په اقتصادي لحاظ پیاوړی کړي، بلکې ترڅنګ یې کولی شي د سیاسي پرمختګونو او له نړیوالو هېوادونو سره د اړیکو په پیاوړتیا کې هم مهم رول ولوبوي. په کازان فورم کې د افغانستان ګډون به له روسیې او نورو هېوادونو سره د اړیکو په پیاوړتیا او ترڅنګ یې د اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي پروژو په پلي کولو او دغه راز د نړیوالو همکاریو په جلبولو کې مرسته وکړي.»
سرپرست حکومت واک له رسېدو راهيسې له هېوادونو سره د اقتصاد محوره سياست پر مخکې وړلو ټينګار کړی، ترڅو د چارواکو په خبره له دې لارې سوداګري پراخه او برعکس لوږه او بې روزګاري ختمه کړي.
شنونکي بيا دا هر څه د بهرنيو مرستو د کموالي او پر رسميت د حکومت نه پېژندل کېدو له امله سخت بولي.