• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/15

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرېسټي نوم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د امریکا حکومت په افغانستان کې د روان وضعیت ارزونه کوي.

کرېسټي نوم زیاته کړې، د دوی وروستۍ موندنې ښيي چې اوس مهال په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی او دا وضعیت دې ته زمینه برابره کړې چې ګڼ شمېر بهر مېشتي افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

هغې په دې اړه ویلي: « موږ له خپلو همکارانو سره په دې اړه ګډه کار کوو چې څنګه کولی شو د افغانستان د روان وضعیت ارزونه وکړو. زموږ موندنې ښیې چې اوس‌ مهال د افغانستان امنیتي وضعیت ښه شوی. د افغانستان روان وضعیت ګڼ شمېر کسانو ته دا فرصت په لاس ورکوي چې بېرته خپل هېواد ته وګرځي.»

په ورته مهال، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت دغه څرګندونې د افغانستان د عیني واقیعتونو درک بولي او زیاتوي چې دا په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي برخو مثبت بدلون تاییدوي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي، د امریکا د کورني امنیت وزارت دغه څرګندونې په حقیقت کې د امنیتي او اقتصادي لاسته راوړنو په برخه کې یو ښکاره اعتراف دی.

تکل زیاته کړې: « د افغانستان اسلامي امارت د بهرینو چارو وزارت د امريکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت وروستۍ اعلامیه یو مثبت اقدام او د شته حقایقو درک بولي چې په افغانستان کې د امنیت او اقتصادي چاپیریال ښه والی تاییدوي. دا د اسلامي امارت له اړخه د هېوادني امنیت، اقتصاد او نورو برخو په لړ کې د مثبتو لاسته ‌راوړنو په هکله یو څرګند اعتراف دی.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکو نظر دا دی چې د افغانستان په تړاو د امریکا وروستیو اقداماتو ته په کتو د کابل پر وړاندې د واشنګټن په دریځ کې واضېح بدلون لیدل کېږي او دا هېواد غواړي له افغانستان سره ډېپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی معین ګل څمکنی په دې اړه وايي: « دا چې امریکا د افغانانو د لنډمهاله امنیت پروګرام لغوه کړی، خپله امریکا غواړي له افغانستان سره سیاسي او ډېپلوماټیکې اړیکې جوړې کړي؛ ځکه د ټرمپ په راتګ سره اول دا چې خلیلزاد د یوه پلاوي په ملتیا کابل ته راغی او یو امریکايي بندي یې هم آزاد کړ. د دې ترڅنګ یې د افغانستان لپاره یوه افغاني الاصله ښځه د خاص استازې په توګه وټاکله. همدارنګه امریکايان وايي چې اوس په افغانستان کې امن او اقتصادي وضعیت په ښه کېدو دی؛ دا خبرې یو حقیقت دی.»

ځیني نور بیا وايي، د افغانستان د امنیت په تړاو د امریکايي چارواکو څرګندونې یو ښکاره حقیقت دی او اوس مهال په افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ شوی دی.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی سلیم پیګیر وايي: « که د هېواد امنیتي وضعیت ته نظر واچوو، بې له شکه موږ اوس کورنۍ جګړې نه لرو، امنیتي وضعیت نورمال دی، نو ویلی شو چې د امریکایانو راپور منطقي دی.»

د امریکا د داخلي امنیت وزارت د افغانستان امنیتي وضعیت په تړاو دا څرګندونې له کابو څلور کلونو وروسته داسې مهال کوي چې د امریکا پر مشرۍ له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه ووتل او اسلامي امارت په ټول هېواد واکمني ترلاسه کړه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist