• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/15

واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو څه کم ۴ کاله تېرېږي، په دې موده کې د کابل ښاروالۍ د آبادۍ، ښېرازۍ او په ښار کې د ګڼې ګوڼې د مخنيوي لپاره يو لړ پراختيايي پروژې پلې کړې دي.

عام خلک د يادو پراختيايي پروژو له پلي کېدو خوښ دي او وايي، دغه پروژې د ګڼې ګوڼې مخنيوي ترڅنګ خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې هم مهمې دي.

دوی له ښاروالۍ غوښتنه کوي چې په راتلونکي کې د يادو پروژو د تطبيق چارې په غور او له معيارونو سره سمې ترسره کړي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی روح ‌الله وايي: « موږ ډېر خوښ یو، دا چې خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې او د ښار ګڼه ګوڼه یې کمه کړې ده.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی سیداکبر وايي: « د کابل ښار نفوس ډېر خو سړکونه یې کم دي. دا ښه ګام دی چې ښاروالي پراختیايی پروژې پلې کوي، خو باید خپلې چارې په چټکۍ ترسره کړي، ترڅو د خلکو د تکلیف سبب نه شي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی محب‌الرحمان وايي: « موږ په تېرو درېیو کالو کې د کابل ښاروالۍ له خوا ډېر ښه کارونه لرل، نوي سړکونه جوړېږي او دا خلکو ته د سهولت راتلو سبب کېږي او ورسره بيروبار کمېږي.»

د کابل ښار ځينې نور اوسېدونکي بیا د ښار پاکولو په برخه کې د ښاروالۍ له لږې پاملرنې شکايت کوي.  د دوی په خبره، له ګڼې ګوڼې په ډکو سيمو کې د کثافت دانيو اېښودل د ناروغيو زېږنده دي او له مسوولینو غواړي چې د ښاري پراختيا په پام کې نيولو سره دې د ښار پاکۍ او نظافت ته جدي پاملرنه وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکی محمد اجمل وايي: « کله چې شمال وي، د کثافاتو بد بوی هرې خواته وړي. کثافت دانۍ له کثافاتو ډکې وي، خو ژر یې نه لېږدوي؛ د دې ځای ټول دوکانداران او لاس پلورونکي له دې بوی په تکلیف دي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی باسه ګل وايي: « له کابل ښاروالۍ غوښتنه کوم دا کثافات دانۍ له هغو ځایونو ټولې کړي چې د خلکو بیروبار زیات دی.»

کابل ښاروالي د ښار پاکولو لپاره د کافي بوديجې له ځانګړې کېدو خبر ورکوي او وايي، تل يې د ښار پاک ساتلو هڅې کړې دي.

د ښاروالۍ مسوولین له عامو خلکو هم غواړي چې د ښار پاکوالي لپاره دې کثافت او غځلې هر ځای نه بلکې په ځانګړو شویو ځايونو کې واچوي.

د کابل ښاروالۍ استازی ‌نعمت‌الله بارکزی وايي: « د ښار پاکوالی هغه موضوع ده چې د کابل ښاروالي هر کال او هره ورځ پرې کار کوي. د ښار په داخل کې د تنظیف لپاره ځانګړی سیسټم موجود دی او ټول کارونه له ټاکلي مهالوېش سره سم پرمخ ځي، البته کابل ښاروالي د ښار د لا ښه تنظیف لپاره د ماشینرۍ پېرلو لپاره ځانګړې بودیجه په پام کې لري. موږ له ټولو ښاریانو هم غوښتنه کوو چې د ښار په پاکولو کې له موږ سره مرسته وکړي او خپل کثافات په هغو ځایونو کې واچوي چې د ښاروالۍ له خوا ورته ټاکل شوي دي. همدارنګه خلک باید له کانالونو او ویالو د کثافات دانیو په توګه کار وا نه خلي.»

د کابل ښاروالۍ د مالوماتو له مخې، ښاروالۍ په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې۱۶۰ پروژې پلې کړې دي چې يو  شمېر يې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې او د پاتې هغو يې کارونه لاهم دوام لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې
افغانستان

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري
افغانستان

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري
افغانستان

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی
افغانستان

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه
افغانستان

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

مې 15, 2025
خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist