په پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو، ځورولو، وهلو او له یاد هېواد د جبري اخراج په بهیر کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو او له کډوالو د ملاتړ په موخه، ملګرو ملتونو د یوې ټولپوښتنې له پیلولو خبر ورکړی.
یاد سازمان په خپل راپور کې لیکلي، د نږدې ۶۰۰ زره تنو بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره په خپلو مېنو کې د بیا مېشتېدنې لپاره له ۴۰۰ میلیونو ډالرو زیاتې بودیجې ته اړتیا لري.
په راپور کې ویل شوې، له مالي ملاتړو بنسټونو غوښتل شوې چې د کډوالو ستونزو د حل په برخه کې همکاری وکړي.
د راپور یوه برخه:« په ۲۰۲۵ میلادي کال په سرحدي پولو کې راستنېدونکو افغانانو لپاره ۶۴ میلیونو ډالر او ۶۰۰ زره راستنیدونکو او زیان ګالو افغانانو ستونزو ته د رسیدو لپاره ۳۵۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده. موږ له تمویلونکو غواړو چې هم په بېړنیو مرستو او هم د اوږد مهاله مېشتېدنې لپاره پانګونه وکړي، ترڅو د بې ځایه کېدو او بې ثابتۍ کړۍ ماته شي.»
ملګرو ملتونو دغه راز ویلي، د فشارونو له زیاتېدو سره ښايي د سپین بولدک او تورخم له لارې د بېرته راستنېدونکو افغانانو شمېر په ورځ کې ۲۰ زره کسانو ته ورسېږي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین که څه هم د ملګرو ملتونو مرستې مهمې اواغېزناکې ګڼي، خو وایي دا مرستې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره بسنه نه کوي او له نړیوالو ډونرانو د مرستو زیاتوالي غوښتنه کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وايي: « له کډوالو سره د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالې ټولنې له مرستو هرکلی او مننه کوو، خو باید ووایم چې دا مرستې بسنه نه کوي. د راستنېدونکو زیات شمېر ته په کتو، اړتیا ده چې د مرستو کچه لوړه شي، ترڅو د هغوی د ستونزو هواري ته لا ډېره پاملرنه وشي.»
په ورته مهال د کډوالو د حقونو فعالان بیا په هېواد کې د راستنو شویو افغانانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي، لومړنیو مرستو او روغتیايي مرکزونو ته د لاسرسي نه شتون د دوی ژوند سخت کړی او له سرپرست حکومت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو د مرستو زیاتوالي غوښتنه کوي.
د کډوالو د حقونو مدافع ګلاخان بهادري وايي:« هغه راستانه شوي کسان چې دا مهال د سپین بولدک او تورخم په کمپونو کې پراته دي، له ډېرو ستونزو سره مخ دي. دوی د سرپناه لپاره ځای نه لري، د کار، روغتیايي خدمتونو او بشري مرستو محدودیت د دوی ژوند نور هم له ننګونو سره مخامخ کړی. که نړیواله ټولنه او د بشري حقونو سازمانونه خپلې مرستې زیاتې نه کړي، د افغان کډوالو حالات به نور هم بحراني شي او له یوې لویې فاجعې سره به مخ شي. نړیواله ټولنه باید پر پاکستان فشارونه زیات کړي، ترڅو د کډوالو جبري او پر زور شړل ودروي. له بلې خوا باید په کوردننه له کډوالو سره بشري مرستې لا پراخې شي.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ (یو.اېن.اېچ.سي.آر) افغانستان د راستنو شویو کډوالو بشري وضعیت د اندېښنې وړ وباله او افغان کډوالو ته یې د بېړنیو مرستو رسولو ډاډ ورکړ.