د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي او د پاکستان لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار ټيليفوني خبرې کړې.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي، په دې ټليفوني خبرو کې پر دوه اړخيزو اړيکو، ټرانزيټي مسايلو، د سیمې په حالاتو د پاکستان او هند ترمنځ پر کړکېچ خبرې شوې دي.
د تکل په خبره، په دې مکالمه کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي مالونو چې کراچۍ او واګه په بندرونو کې ایسار پاتې دي، د خلاصولو پریکړه وشوه او همدا ډول يې هوکړه کړې چې دواړه هېوادونه به د ټرانزيټ په مسيرونو کې د خنډونو د لرې کولو په برخه کې هڅې کوي.
تکل په دې اړه وايي: « په دې ټيليفوني مکالمه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، ټرانزيټي مسايلو، د سیمې په حالاتو، د پاکستان او هند ترمنځ په کړکیچ خبرې وشوې. په یاده مکالمه کې د افغاني تجارانو د ټرانزیټي مالونو چې په کراچۍ او واګه بندرونو کې ایسار پاتي دي، د خلاصولو پرېکړه وشوه او همدا ډول هوکړه وشوه چې دواړه هېوادونه به د ټرانزيټ په مسيرونو کې د خنډونو د لرې کولو په برخه کې هڅې وکړي.»
د متقي او اسحاق ډار په خبرو کې ټينګار شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې تماسونو او د پلاوو تګ راتګ دې ادامه ولري او د اړيکو پراختيا لپاره دې نورې هڅې هم وشي.
تکل زیاتوي:« همدا راز دواړو لوريو ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې تماسونو او پلاوو تګ راتګ ادامه ولري او د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا لپاره د هڅې وشي.»
دغه ټیلفوني خبرې وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار موده وړاندې کابل ته سفر وکړ او د اسلامي امارت له چارواکو سره پر ګڼو مسایلو له خبرو سربېره، د کډوالو او دغه راز د ټرانزیټي او تجارتي ستونزو د هواري ژمنې وکړې.