د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت د کتاب ارزونې، رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړنو او د لوحو او اعلاناتي بنرونو د اصلاح کمېسیونونو د تېر یوه کال په اوږدو کې خپلې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
چارواکي وایي، له تېر یو کال راهیسې یې د رسنیزو سرغړونو لسګونو قضيو ته رسېدنه کړې او په خبره یې اړتیا ده چې د سرپرست حکومت او رسنیو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته شي.
په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې پر رسنیو د څار کمېسیون رییس صفيالله راید وايي: « په تېرو ۱۲ میاشتو کې مو د رسنیزو سرغړونو په برخه کې سلګونه قضیې څېړلې دي، د کتابونو ارزونې له لارې مو د فکري آلودګۍ مخه نیولې، د لوحو او اعلاناتو د اصلاح له لارې مو د ښاري چاپېریال د سالم کولو هڅه کړې.»
د رسنیزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنو کمېسیون استازی محمد شفیق وايي:« قوي مسلکي اخلاقي تګلاره غواړي، روښانه او قوي فکر غواړي. د دې لپاره دواړو خواوو ته زما وړاندیز دا دی چې اسلامي امارت پر رسنیو باور وکړي، رسنۍ هم دا اعتماد وساتي او په دې سره روانه بېړۍ منزل ته پر ګډه ورسوو.»
په ورته مهال، ځينې نور مسوولین وایي په تېرو درېیو کالو کې يې له بازاره سلګونه هغه کتابونه راټول کړي چې د اسلامي اصولو خلاف و، ژبني تعصب ته په کې لمن وهل کېده او له ملي ارزښتونو سره په ټکر کې وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کاپي رایټ آمر عبدالحق حماد وايي: « تراوسه دې کمېسیون ډېرې ښې راسته راوړنې درلودلې دي. په سلګونو هغه مضر کتابونه چې افغانستان ته وارد شوي وو او دلته په ډېره پراخه پیمانه تشهیرېدل، چاپېدل او په ډېر ارزانه قیمت تر خلکو رسېدل، د دې مخنیوی شوی او ترڅنګ یې هغه مفید کتابونه چې د دغو کتابونو ځای نیولی شي، ترویج ته یې کار شوی.»
د لوحو او اعلاناتي بنرونو د اصلاح کمېسیون استازي بیا د ځانګړي پلان له مخې د ښاري نظم او د ملي ژبو د ارزښت ساتلو په موخه د خپلو هڅو خبر ورکړ او زیاته یې کړه، د ياد کمېسیون له جوړېدو تر دې دمه څه باندې ۱۰زره لوحې اصلاح او ارزول شوې دي چې له ډلې یې ۱ زر۳۲۶ لوحې غیر معیاري ثبت شوې دي.
د لوحو او اعلاناتي تابلو ګانو د اصلاح کمېسیون غړی ولي ګل جواد وايي: « د یاد کمېسیون اصلي دنده او موخه په هېواد کې د ملي ژبو او فرهنګي میراثونو ساتل، بډاینه او خوندیتوب دی چې مهمه برخه یې په بهرنیو ژبو د بې مفهومه او را تپل شویو لوحو او تابلو ګانو د مصطلاحاتو بدلون او اصلاح په خپلو ملي ژبو دی. یاد کمیسیون په دې برخه کې خورا مثبت او ګټور رول لوبولی او د پام وړ لاسته راوړنې هم لري. په ویاړ سره ویلی شو چې نن زموږ د هېوادوالو سترګې په عامه ځایونو او واټونو کې په داسې کم شمېر لوحو او تابلوګانو لګېږي چې زموږ له خوږو ژبو او ملي فرهنګ بهر پاتې وي.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي د رسنیو او خپرندويه ټولنو له لوري له اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو سم د ټولو فعاليتونو ملاتړ په اړه د ډاډ ورکولو ترڅنګ ځينې غوښتنې هم لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین حیاتالله مهاجر فراهي وايي: « د کتاب د چاپ صنعت ته وده ورکول، ترڅو په بېلابېلو برخو کې د ناشرانو حمایت وشي. له دوی مو هم هیله او غوښتنه دا ده چې داسې څه ټولنې او ځوانانو ته وړاندې کړي چې د سبا ورځې لپاره دوی ته هم خدايي مسوولیت نه وي او خلک هم ترې یوه اندازه ګټه واخلي. اسلامي امارت په تمامه مانا باندې له ناشرانو او کتاب پلورونکو ملاتړ کوي.»
د لاسته راوړنو د شريکولو په دې غونډه کې د چارو ادارې چارواکي وايي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي چارو معينيت درې ګوني کمېسيونونه باید د ځوانانو سالمې روزنې په برخه کې خپلې هڅې د ارزښتونو په چوکاټ کې جارې او دوامداره وساتي.