پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري د ابدالي په نوم د يوه نوي توغندي ازمویلو په اړه ويلي، له بده مرغه پاکستان وړاندې هم خپل راکټونه غزنوي او غوري نومولي دي.
کرزي په پاکستان کې له میشتو افغانانو سره روان ناوړه چلن ته په کتو ويلي، افغانستان په خپله غېږه کې زیات شمېر علمي، فکري او فرهنګي شخصیتونه، ویاړلي مبارزین او پاچاهان روزلي چې نړۍ یې په درنښت یادوي او له نومونو یې په مناسبه توګه استفاده کېږي.
د پخواني ولسمشر په خبره، افغانان له پاکستانه د ښه ګاونډیتوب پر بنیاد د محترمانه او متمدنه اړیکو غوښتونکي دي او زیاتوي چې غوره به وي د پاکستان حکومت د وسلو او راکټونو په ځای، خپل علمي او فرهنګي مراکز د نامتو افغان شخصیتونو په نامه ونوموي.