د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د قطر سرې میاشتې په چوکاټ کې د دې هېواد د یو شمېر مېرمنو له خوا تازه را ستنېدونکو کډوالو ته کورونه جوړېږي.
چارواکي وايي، د مرکز اړوند رباط سیمه کې دغه ۱۰۰ کورونه د ۸۰۰ زره امریکا يې ډالرو په لګښت جوړېږي.
د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست حمدالله نعماني د دغو کورونو د جوړولو اړوند کارونو د پیل مراسمو کې د خبرو پرمهال یاده سیمه کې پر۲ زره جریبه ځمکه یوه ښارګوټي کې هم د ۹۸۰ استوګنیزو نومرو وېش پيل کړ.
نعماني په دې اړه وايي: « په دې شهرک کې به هغه ټول خدمتونه شامل وي چې د یوه انسان اړتیا ده. دا به داسې ښارګوټی وي چې زموږ د ښار جوړونې په معیارونو به برابر وي. همدارنګه په دې ښارګوټې کې ۱۵ تجارتي او استوګنیز بلندمنزلونه جوړېږي چې څلور پوړونه به ولري.»
نعماني له ګاونډيو هېوادونو په جبري توګه د افغانانو ایستل بشري فاجعه وبله او وویل، نړیواله ټولنه په دې برخه کې پاتې راغلې.
د نعماني په خبره، د نړۍ له خوا په دې اړه هېڅ مثبت ګام نه دی اخیستل شوی.
د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست په دې اړه وویل: « افغانستان یا پاکستان، افغانستان یا ایران، دا د مهاجرت هېڅ ډول اګریمنټ او قرارداد نه دی شوی بلکې دا خلک په ایمرجنسي حالت کې هلته اوښتي دي. له هغې وروسته یو.اېن.اېچ.سي.آر له دغو هېوادونو سره خپل تړونونه لري، یونیسف خپل تړونونه، یو.اېن.ډي.پي خپل قرارداد او بشري سازمانونه هم قراردادونه لري. هغوی کولی شي دوی تر ګرېوان راونیسي چې ولې دا خلک په دومره بې عزتۍ وباسئ.»
همدارنګه، د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي تازه راستنېدونکو ته د سرپرست حکومت له لوري د خدماتو وړاندې کولو ډاډ ورکولو سربېره وویل، ټولو تازه راستنېدونکو ته به په خپلو ولایتونو کې یوه یوه نومره ځمکه ورکړل شي.
حنفي په دې اړه وايي:« هلته مهاجرینو ته اوبه، ډوډۍ، روغتیايي امکانات، ټرانسپورټ او نور ټول خدمتونه د اسلامي امارت له خوا په وړیا توګه چمتو شوي دي. زموږ هر هېوادوال ته یوه اندازه پیسې هم مرسته ورکول کېږي.»
مراسمو ته د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست استول شوي پیغام کې پر ګاونډیو هېواد غږ شوی و چې د کډوالو جبري ایستنه پر دوه اړخیزو اړیکو منفي اغېز کوي.
مولوي عبدالکبیر دغه راز په ټولو هېوادونو غږ کړی چې پر افغانستان دې څوک له هېڅ لارې د فشار راوړلو هڅه نه کوي.