پاکستان د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د نومبر له لومړۍ نېټې د افغان کډوالو پر وړاندې خپل دریځ سخت کړ او ورپسې یې په بېلابېلو پړاوونو کې سلګونه زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته په جبر او زرو ستانه کړل.
د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ (یو.اېن.اېچ.سي.آر) په یوه تازه راپور کې ويلي، په تېره اپریل میاشت کې له ایران او پاکستان څه باندې۲۸۰ زره افغان کډوال بېرته راستانه شوې دي.
د راپور یوه برخه: « په اپریل میاشت کې له پاکستان او ایران له ۲۸۰ زرو ډېر افغانان د فشار له امله په زور را شړل شوي دي. په دې کسانو کې ډېری هغه کسان دي چې هرڅه یې له لاسه ورکړي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. یوازې د اپریل په میاشت کې له پاکستانه ۱۴۴ زره افغانان را ایستل شوي چې ۳۰ زره هغه یې په زور را شړل شوي. یو.اېن.اېچ.سي. آر په راتلونکو ۹ میاشتو کې د دې کډوالو لپاره له نړیوالو د ۷۱ میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ د دغو کډوالو له منځه د ښځو او نجونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او وايي، په افغانستان کې د ښځو پر کار او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیزونه ورځ تر بلې زیاتېږي.
د راپور یوه برخه: « یو.اېن.اېچ.سي آر د هغو افغان ښځو او نجونو په اړه ژوره اندېښنه لري چې له یادو هېوادونو را شړل شوي دي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د هغوی پر کار، زده کړو او د ازاد تګ راتګ پر حقونو ورځ تر بلې محدودیتونه زیاتېږي.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ګاونډیو هېوادونو په جبر د را ایستل شویو کسانو شمېر متفاوت ښيي او وایي، ډېری راستنو شویو ته هر ډول امکانات برابر شوي دي.
د دوی په خبره، د پاکستان له بندخونو یې څه باندې۳ زره بندیان هم آزاد کړي چې هېواد ته راستانه شوې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي:« د روان میلادي کار د اپریل میاشتې له اول تاریخه تر اوسه پورې ۱۴۴ زره ۷۸۳ تنه مهاجرین له ګاونډیو هېوادونو خپل هېواد ته راستانه شوي دي. له دې ډلې ۱۱۰ زره ۵۲۹ تنه له پاکستان او ۳۴ زره ۱۰۸ تنه له ایران او ۱۳۲۲ تنه هم له ترکیې هېواد راغلي دي. همدارنګه ۳ زره ۸۵ تنه زندانیان د پاکستان له مختلفو زندانونو آزاد شوي، د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي.»
د کډوالو د حقونو یو شمېر مدافعان بیا له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو په جبر ایستل د کډوالۍ د نړیوالو اصولو خلاف عمل بولي او له نړیوالو مرستندویه موسسو او سرپرست حکومته غواړي چې دغه چاره سمه مدیریت کړي.
د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « معمولا ً مهاجران له بېرته راتګ وروسته د کار، امنیت او باعزته ژوند غوښتنه کوي، نه د لنډمهاله نغدي مرستو. د شغلي فرصتونو برابرول، له کار ایجادولو څخه ملاتړ کول او محلي بیارغونه به د هغو اړتیاوو ته مناسب ځواب وي. نړیواله ټولنه باید له بېړنیو مرستو وړاندې لاړه شي او په افغانستان کې د بنسټونو پراختیا او کار موندنې په برخه کې پانګونه وکړي.»
د کډوالو د حقونو مدافع عليرضا کریمي وايي: « دغه ګام د اصولو له رعایت او په جبر د نه ستنولو اړوند قوانینو له پام کې نیولو پرته ترسره کېږي او دا له نړیوالو حقونو سرغړونه ده. د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې جبري اخراج نه یوازې غیر اخلاقي کار دی، بلکې د بشري حقونو له پلوه د اندېښنې وړ هم دی. ملګري ملتونو باید لا فعال رول ولوبوي او د سیمې له هېوادونو غوښتنه وکړي چې خپلو نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي.»
له دې سره، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ ډاډ ورکړی چې له خپلو شریکانو سره پر ګډه کار کوي، ترڅو راستنو شویو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
يادې ادارې دا هم ويلي چې د مالي مرستو د کمښت له امله دې ستونزې ته رسېدنه نه شي کولی او په دې برخه کې د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري.