Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېر کال د شاوخوا ۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت غالۍ بهر ته صادرې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېر کال د شاوخوا ۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت غالۍ بهر ته صادرې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/07

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په ۱۴۰۳ لمریز کال د افغانستان د غالیو صادرات له ۱۵ میلیونو ډالرو زیات وو.

د دې وزارت د اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، تېر کال له ۳ زرو ټنو زیاتې غالۍ استرالیا، جرمني، امریکا، ترکمنستان، ازبېکستان، پاکستان، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، هندوستان، کاناډا او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي.

جواد  په دې اړه وايي: « د ۱۴۰۳ لمریز کال په لړ کې د افغانستان د غالیو صادرات د ۳ زره ۶۳۲ ټنو په اندازه وو چې پولي ارزښت یې شاخوا ۱۵ میلیونه ۲۰۰ زره امریکايي ډالر کېږي. دغه صادرات پاکستان، اسټرالیا، ایران، ترکیې، ترکمنستان، ازبېکستان، جرمني، هالنډ، د امریکا متحده ایالتونو، هند، کاناډا، عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته شوې دي.»

د غالۍ اوبدونکو او صادروونکو ټولنې غړي نورو هېوادونو ته د غالیو پر صادراتو د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي او وايي، بندرونو ته د لاسرسي د نه لرلو له امله دا توکي د ګاونډیو هېوادونو له لارې بهر ته صادرېږي.

 هغوی له سرپرست حکومته غواړي چې د غالیو د صادراتو لپاره هوایي دهلېزونه فعال کړي.

د غالۍ اوبدونکو او صادروونکو ټولنې لومړی مرستیال نور احمد نوري وايي:« زموږ ۵۱ سلنه غالۍ د پاکستان له لارې صادرېږي، خو خپله پاکستان کې د دې غالیو یو متر هم نه کارول کېږي، بلکې هلته پروسېس کېږي او بیا صادرېږي. د صادراتو په برخه کې له افغانستانه د غالیو د انتقال لګښت ډېر زیات دی؛ موږ بحري بندرونه نه لرو چې ارزانه پرېوځي. له همدې امله غوښتنه کوو چې د غالیو د صادراتو لپاره سب سایډي ورکړي او که صادرات د هوايي دهلېزونو له لارې ترسره شي، دا به ډېر ښه شي.»

په همدې حال کې، د اقتصادي چارو کارپوهان د غالیو د صادراتو زیاتوالی د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم ګڼي او له سرپرست حکومته غواړي چې د غالیو لپاره نړیوال بازارونه پیدا او بدیلې لارې برابرې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نور الله عزیز وايي: « که حاکم نظام په دې برخه کې د تجارانو، تولیدوونکو او صنعتکارانو سره لازمې مرستې ونه کړي او د دوی لپاره د بازار موندلو په برخه کې سهولتونه ایجاد نه کړي، دغه راز په نړیوالو مارکېټونو کې د دوی لپاره لابي ونه کړي او ترڅنګ یې د دې صنعت د ژوندي ساتلو لپاره لازمې سب سایډي ګانې او په پانګونه کې لازم فرصتونه برابر نه کړي، زه فکر کوم دا صنعت به په راتلونکي کې له ډېرو ستونزو سره مخ شي.»

غالۍ اوبدل د افغانستان لرغونی او با ارزښته صنعت ګڼل کېږي چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې ډېری خلک په کې پر کار بوخت دي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې، په ټول هېواد کې له یو میلیون زیات وګړي د غالۍ اوبدلو په صنعت کې کار کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist