د بلخ ولایت له دهدادي ولسوالۍ د مزارشریف ښار ته د څښاک پاکو اوبو رسولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت رییس غلام الرحمان کظیم وايي، دغه پروژه له ۱۰زره کورونیو سربېره د بلخ پوهنتون ته هم د پاکو اوبو رسولو ظرفیت لري.
د کظیم په خبره، د اوبو رسولو دغه ستره شبکه چې د ۲۵۸ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې، له لارې به یې د اوبو په برخه کې د ښاریانو ستونزې تر ډېره هوارې شي.
هغه زیاتوي: « د کورونو په لحاظ تقریبا ً ۱۰ زره کورنۍ چې په کې له ۱۰۰ زرو ډېر کسان اوسېږي، دغه راز د پوهنتون ساحه او محصلین چې شمېر یې له ۱۰ زرو ډېر دی، دا ټول به پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي. دا زموږ د خلکو لپاره یوه لویه خوشبختي ده. په راتلونکي کې یو پلان لرو او غوښتنه کوي چې ولایتي اداره په دې اړه له موږ سره همکاري وکړي، ترڅو د مزارشریف ټول ښار د پاکو اوبو تر پوښښ لاندې راولو.»
کظیم د هېواد په ځینو ولایتونو او په ځانګړي ډول بلخ کې د اوبو تصفیه کولو کارخونې له جوړېدو هم خبر ورکوي.
دغه راز کظیم زیاتوي، وروستیو کلونو کې اقلیمي بدلونونو او وچکاليو د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی.
کظیم په دې اړه وايي: « په نږدې راتلونکي کې به دلته په مزارشریف او نورو ولایتونو کې د اوبو په تصفیه خانو کار پیل کړو او له دې سره به د ناپاکۍ کچه ټیټه شي، د خلکو ستونزې او ناروغۍ به هم کمې شي.»
د برېښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر وايي: « له یوې خوا وچکالیو او اقلیمي بدلون افغانستان ځپلی او له بلې خوا اوبه هم ښکته روانې دي. لومړۍ خبره دا ده چې باید په دې اړه عامه پوهاوی وشي، د اوبو له اصراف او بېځایه کارولو مخنیوی وکړو.»
په همدې حال کې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست چارواکي وایي، په راتلونکي کې پلان لري چې د هېواد پر کچه د صنعتي او کرنیز سکټور د ودې په موخه تر۹۰۰ مېګاواټو پورې برېښنا تولید کړي چې پر مټ به یې د افغانستان یوه اندازه اړتیاوې پوره شي.
د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمد جان بلال وايي:« د هېواد پر کچه د صنعت او زراعت د ودې لپاره یوه ستره اړتیا د برېښنا ده. په دې برخه کې یوازې د روان کال په اوږدو کې هوډ لرو چې تر ۹۰۰ مېګاواټو برېښنا د هېواد په داخل کې تولید کړو او تر یوه حده له بهرني احتیاج ځان خلاص کړو.»
بله خوا، د بلخ اوسېدونکي د اوبو رسولو د دغې شبکې پر فعالېدو خوښي څرګندوي او وایي، پاکو اوبو ته د لاسرسي نه لرلو له امله، ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.
د مزار شریف ښار یوتن اوسېدونکی سیدحارث وايي:« د مزارشریف ښار د اوبو له جدي کمښت سره مخامخ و، اوس خلک کولی شي له دې شبکې ګټه واخلي، فعلا خلک د اوبو کمښت نه لري.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د جوزجان په شبرغان ښار کې د ۴۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبورسولو یوه ستره شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه چې شاوخوا ۷ زره کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه ورسوي.