د بهرنيو چارو وزارت سرپرست له سفر څو ورځې وروسته، دا ځل د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې معين پر مشرۍ د کورنيو چارو وزارت پلاوی قطر تللی.
د ياد وزارت مسوولین وايي، دغه پلاوی به د خپل سفر په لړ کې د قطر کورنيو چارو وزارت له چارواکو سره پر هغو لارو چارو خبرې وکړي چې له مخې يې د کابل او دوحې ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې په مبارزه کې همکاري زياتولی شي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین د دفتر رییس حسیبالله احمدي وايي: « د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د محترم معین صاحب همکار حاجي صاحب پر مشرۍ د دې معینیت پنځه کسیزه پلاوی د قطر اسلامي هېواد د کورنیو چارو وزارت په بلنه، دې هېواد ته سفر ترسره کړ چې هلته به د نشه يي توکو د مخنیوي په برخه کې په بېلابېلو موضوعاتو بحث ترسره شي.»
د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې معین داسې مهال قطر ته تللی چې ځينو هېوادونو له افغانستان او پاکستان د نشه یي توکو پر قاچاق اندېښنه ښودلې او ادعا یې کړې چې لاهم په افغانستان کې د نشه یي توکو زیرمې شته، هغه ادعا چې سرپرست حکومت یې نه مني ځينې ګاونډي هېوادونه د نشه يي توکو پر کاروبار تورنوي.
خو اوس پوښتنه داده چې قطر ته د کورنيو چارو وزارت د پلاوي سفر څومره مهم دی؟
د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار وايي: « دا ډول سفرونه د اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت، سیمه ییزې همکارۍ او د مثبتو اړیکو پراخولو لپاره ارزښت لري.»
ځينې نوربیا په داسې حال کې چې سرپرست حکومت د نشه يي توکو د کر او توليد کچه صفر ګڼي، قطر او نورو هېوادونو ته د پلاويو سفر له دې کبله ګټور بولي چې په وسيله يې د نشه يي توکو پر وړاندې په مبارزې کې د هېوادونو ملاتړ خپل کېدای شي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« موږ باید دوی دې ته اړ کړو چې په تېرو ۲۰ کالو کې چې د مخدره موادو کښت، قاچاق او کارولو په تړاو باندې دلته مرستې او کومکونه کېدل، هغه ادامه پیدا کړي او له دې پدیدې سره د مبارزې لپاره د افغانستان اسلامي امارت غني شي او په داخل کې د هغه لپاره د نړۍ له خوا مرستې وشي.»
له دې وړاندې د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې معین ادعا کړې وه چې نشه يي توکي له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته قاچاق کېږي او ډاډ يې ورکړی و چې سرپرست حکومت د يادو توکو پر وړاندې په مبارزې کې جدي دی، خو په خبره يې د بديل معيشت په برابرولو کې دې نړيوالو ورسره همکاري وکړي.